تا بــه لـه هـــر تـــوپــانــي بـــاد ساتـــم
جانــانــــه! ډېــر بــــه دې پـه داد ساتـم
ګـرانـــې! زه ستـا هــره يـــوه خبــــره
زړه کې پـه نوم بانــدې د يــــــاد ساتـم
مـــــاتــه هـــمــداسې راکــوه دردونـــه
د زړګي کـور بـــــه پــرې ابــاد ساتــم
درد به لر م خو څوک مې آه نــه اوري
پـــه زړه او ستــوني کــه فـــرياد ساتم
دانـشـه! زه دې روغ لـه درده نــه شم
خـو نــازولــــی يــار بـــه ښـــاد ساتم
۱۳۹۰/۱۲/۱۸