ستا تصـور مې ځـوروي تــه مې له خـــياله نــه ځـې
زما د ژوند د لېــــونۍ نغــمـــــې لــه تـالــه نــه ځـې
ماضـــي خـوږه وه، ژونــده تا تـــــرې منډه واخيستله
حال چې په غم لړلې شپې دي؛ نو له حـــــاله نـه ځې
تـا خو به ويل چې مونږ يو دواړه لکــه نـوک او ورۍ
جانــانـه! نــه شې پښېمــانــه اوس به شا له نــــه ځې
نظــره! دا خو د جـانــان له مـــــخــه نـه شو طــواف
چې د تــندي له خال د زنې تر شيــــن خالــه نـه ځې
پـــه ميخانـه کې خــلک غــم غلــــطـوي دانـــــــشــه!
تــه لـه سبــــــبــه د ګـــــنــاه او لـه وبــالــه نـه ځـې