غـــــــزل
زه چې نـــه يــم، هـــديــرې راپــــسې ګــــــوره
د قــبــــرونو کـــتيـــــبې راپـــــــسې ګــــــــوره
دلـــته هره ورځ بې شمــــيره انسانـان مـــــري
که ماګـــورې، جنـــــازې راپـــســــې ګـــــوره
د ماښام لـــړې دې لار نــــه کړي غـلــطـــــــه
په مزار بـــــلې ډېــــــوې راپــــســـې ګـــــوره
که مړ نــــه ووم، ليونــــتوب مې يقــــيــني دی
غــرونه ، دښــــتې خو پــه دې راپسې ګــــوره
دلـــته امن کې هم څـــوک نـــه دي پـــه امـــــن
د ځانمــرګو حــــادثـــــې راپــــســــــې ګــوره
څــو دانــــش دې پــنا نه يمه لـــــه ســتـــرګــو
خـير دی يــاره ، راپـــسې راپـــــسې ګـــــوره