احــــساس 

خوب راڅخه اخيستلای شې

سکون دې ډير پخوا اخيستی

ته ددې وړتيا لرې؛ چې هرڅه، هرڅه راڅخه واخلې

خو زما په زړه کې چې د سپېڅلې مينې کوم احساس دی

د عمر تر پايه به زما وي.

=======================================

خپګان 

ته له مانه خپه يې ، فکر کوې چې په حقه يې

زه له تانه خپه يم ، په دې ګمان چې په حقه يم

خو؛ حقيقت دادی چې دواړه له يو بله ناحقه خپه يو!

========================================

 سپــیــــناوی 

پوهيږئ ؛ ولې درڅخه په دې ورځو کې ګوښه ګرځم ؟

ددې لپاره نه ، چې درته ملامت يم

ددې لپاره هم نه چې، ته راته ملامته يې

ددې لپاره ؛چې نور درسره ددې دوو ټکو سپيناوی نه شم کولی

کله چې هم درسره په دې اړه غږيږم زړه مې درزيږي

=======================================

د کمترۍ احساس 

تراوسه دې راته د کمترۍ احساس، نه ؤ راکړی

پوهيږئ ؟ دا احساس دې کله راکړ

هغه مهال چې زما په وړه خبره  تا دا احساس وکړ


۱۳۹۱/۴/۴