غزل
پــرانیــــــستې مې د زړه ورته کیــــسه وه، یـــــوه شـــپـــــه
یــو زه، یوه سپــــوږمۍ وه ، او هـــغــه وه، یـــوه شپـــــــــه
مــا خپــلې سترګې سرې کړې، زړه مــې وار نه شـــو کــــوی
هــغــه پـــه خپلـــو اوښــکو کې لمـــده وه، یـــــوه شپــــــــه
ســـره لـــه دې چې زړونـــــو مـــو یــو بل کړه سـره لمـــس
بیـــا هم زمونـــــږ تر مینځـــه فاصــله وه، یــوه شـــــــــپـه
اوږده وه، دا منــــم، پــــه چا به کـــال وي تیــــــــره شـــوې
خـو مونــږ ته هغه وخت ډيــــره وړه وه ، یــــــوه شــــــــپه
سپـــــوږمــــۍ هم د سهار تر رڼــاګــــــانو بــــــدرګه کــړو
کـــټ مټ لـــــکه چې څــــرنـــګه ډیـــوه وه ، یـــوه شپـــــــه
دانـــــشه! سوځیدم خـو چــــا مې اور نـــــه شـــو لیــــــــــدی
چاپیـــــــره رانــــــه دارنګه لمـــــبه وه، یــــــوه شپــــــــــه
چنګاښ- ۲۰ - ۱۳۹۱
کابل