غزل
له زړه سکــــون اوسترګو نه، خوبــــونه لـیـونۍ وړي
زمــا د زړه تاخـــــتــــونو ته، لاســـونه لیــــونۍ وړي
سړی ورته بیـــــخوده شي، په سترګو کې چــــې داســې
جامـــــونه لیــــــــونۍ وړي، خُـــــمارونه لیـونۍ وړي
په زړه مې را غــــوټه شو، د ښکارګــرو سترګو بـاز یې
چـــې کوم لـــــورې به بـــیا ترینه تارونه لیـــونۍ وړي
پوهیږې ؟ غواړي څـــوک ځان پسې بیا روغ لیونی کړي
ملا صیبــــه! لـــه تانه چــې ساختــــونه لیـــونۍ وړي
دانـــــشه ! دا زمــــاګریوان ترې هــر ځلې تار تار شي
خــو خپلــــې زلفـــې روغـــې ولونه،ولونه لیونۍ وړې
1391/4/6