غزل
یو څوک راتــــــه په خوب کې راځـــــي، تا یادوي مــاته
په نیـــــــــــمه شپه راويښ شمه، بس ما یـــــــادوي مــاته
عجیبــــه کیفیــــــت لــري، دا درد د مـــــــحبـــــت هــم
چې ډيــــر شي، نو څلــــــور کونجه دنـــــیا یادوي ماتـه
عادت یې کـــړمه، اوس مې اوښکې څوک نه شي لیـدلی
ستا عـــشق، یــــوه مرمــــوزه شان ژړا یــادوي مــــاته
قیــــامته وه قیامتــــــه ژر راځـــه زما تــــــلـــوار دی
جانان د دیدنـــــونو نیــــــټه ســـــتا یــــــادوي مــــــاتـــه
ستا هـــــلته در په یاد شمه، زه دلتـــــــه شــــم نــارامــه
هـــــمدا حالت د مینــــــې انتــــــها یـــــادوي مـــــاتــــه
هغــــه وایې: زه نــــه یم بې احـــــساســه وه دانـــــشه !
تیــــــارو کې دغـه یو څرک، د رڼـــــا یـادوي مـــاتــــــه
1391/4/13