غـــــزل
شپـــه و ورځ تا یـــــادووم، جــــهان مې هېر دی
ځــــان لپاره وزګار نه یم ، ځان مې هېـــــــر دی
ستا چې ګرد پر زلفو پریوځې، زه یې پـــو کـــړم
خو دا خــــپل ريښې، ريښې، ګریــوان مې هېر دی
زه خــــــو تـــاتـــــه د درتلو، پر لاره ورک شوم
د خپــــــل هر یـــــوه قــــدم، نــښان مې هېر دی
ته مې ځــــای کړې، د وجــــــــود هــــر ذره کې
خو د ځـــان د اوسیــــدو، مکان مــــــــې هېر دی
چې له کوم وخته، مې ذکر او فـــــکر تـــــه شوې
د دانـــــش په نامـــــه، یــــو انسان مې هېــــر دی
1391/4/12