زه او ته!
ما شیبه په شیبه یو عجیب احساس له مینځه وړي
خو، ته ګمان کوې چې زه ښه یم
رښتیا هم اوس ښه یم
ته اړتیا نه لرې چې په دې اړه ډير فکروکړې !
زه له تا ډير لرې یم، خو ستا تر څنګ
او ته سره له ډير لریوالې ، ماته نږدې یې لکه زما ساه
پوهیږئ، څومره لږه فاصله ده!
د یوې مسکا او څو څاڅکو اوښکو ترمینځ !
زه نه په دې ورځو کې ارام یم او نه هم نارام ...
عجیب احساس دی کنه !!
یواځې ننداره کوم ، د قسمت د څپيړو ، خپلې مسکا او اوښکو .
زه ...
به نور زه پاتې نه شم
ته ...
ته به هماغه شان ته یې
مونږ ...
او مونږ ...
نه پوهیږم ........ له دې به تیر شو ..
نو
پریږده چې ورک شم د دردونکو شیبو په تل کې
پریږده چې د خاموشۍ په ژور غږ کې ډوب شم
رښتیا هم که یوه ورځ دا هر څه پریږدم او لاړ شم څه کیږي ؟
:
:
زه ټول عمر یواځې !!!