اوښکې !!
یو هلک له خپلې مور پوښتنه وکړه ؛ مورې ته ولي دومره ډيره ژاړې ؟
مور یې وویل ؛ ځکه چې زه یوه ښځه یم .
هلک وویل : زه پوي نه شوم مورې ؟
مور یې خپل ځوی په غیږ کې ونیو او ویې ویل : ته به په دې راز هیڅکله هم پوی نه شي .
هلک خپل پلار ته لاړ او له هغې یې وپوښتل : پلار جانه مور مې ولي هره ورځ پرته له کوم دلیله ژاړي ؟؟
پلار یې ځواب ورکړ: د نړۍ هره ښځه ژاړي... ..... له پلار سره یې له دې ځواب پرته نور څه نه وو.
د وخت په تیریدو هلک زلمی شو خو بیا هم حیران ؤ او نه پوهیده چې ښځې ولي دومره ژاړي؟
یوه شپه یې خوب ولیده او په خوب کې له خدای پاک سره خبرې کوي. له خدای پاک څخه یې هم دا پوښتنه وکړه : ای خدایه ، دا ښځې ولي ژاړي؟؟
خدای پاک ځواب ورکړ: ما ښځینه مخلوق ډير ځانګړی پیدا کړی. د هغوې اوږو ته مې دومره قدرت ورکړی چې د نړۍ دروند بار ورباندې پورته کړي.
هغوي ته مې دروني (( داخلي)) قوت ورکړی چې اولادونه وزیږوي ، او د خپلو اولادونو د هر ډول درد زغم ولري .
هغوي ته مې احساس ورکړی چې په ټول قوت سره خپلو اولادنو ته مینه ورکړي ، که اولادونه یې ځوروي هم .
هغوي ته مې زړه ورکړی چې د خپلو خاوندانو سره مینه وکړي ، د هغوې له خطاګانو تیر شي ،د ژوند په ستونزو کې ورسره ملتیا وکړي او تل یې به خواکې واوسئ.
هغوي ته مې اوښکې ورکړي چې هر وخت وغواړي نو له سترګو یې وڅڅوي . دا اوښکې ما یواځې د هغوې لپاره خلق کړي چې هر وخت ورته اړه ولري نو ګټه ترې پورته کړي .
--------------------------------------------------------------------
د یوې ښځې ښکلا په لباس، اندام ، او ویښتانو کې نه ده، د ښځې ښکلا باید د هغې په سترګو کې ولټول شي ځکه چې د هغوې زړه ته د ننوتلو یواځینې لاره هماغه ده .
د نړۍ هره ښځه ښکلې ده .
له انګریزي ژبې څخه ژباړه .