ستـا د ميــــنـې اراده نــه وه، جــــــــانــانـــــه!
او زمـا بــــــلـه چــاره نــه وه، جـانــــانـــــــه!

زمـا زړه تــه، تـه لـه هـــرې لارې راغلــــــې
خو ستا زړه تـه دروازه نـه وه، جـــانـانـــــــه!

ستا بــه سترګې خوبــولې شوې او مړې شوې

لا مړه شــــوې به ډيـــــوه نه وه، جـــانـانـــــه!

زما سترګو تــه راګوره ځان سيـــــــنـګار کړه
درسره کـه ايېـــــــــــــنه نـــه وه، جـــانــانــه!

په دانـــــش دې دغه پاتــــې ژونــــد حرام شي
کـه يې ميـــــــــنـه تاسره نــه وه، جـانــــــانـه!