ستا تصـور مې ځـوروي تــه مې له خيـــاله نه ځـې
زما د ژوند د لېونۍ نغــمې لــه تــــــالــه نـــــه ځـې
ماضي خـوږه وه، ژونــده تا ترې منډه واخيســتــله
حــال چې په غم لړلې شپې دي؛ نو له حاله نه ځې
تا خو به ويل چې مونږ يو دواړه لکه نوک او ورۍ
جانــــانـه! نــه شې پښېمــانــه اوس به شا له نه ځې
نظــره! دا خو د جـانــان له مخــه نـه شو طـــواف
چې د تنــدي له خال د زنې تر شين خالــــــه نـه ځې
پـــه ميـــخانـه کې خلک غــم غلطـوي دانــــــشــه!
تــــــه لـــه سببــه د ګـــنــاه او لـه وبـــالــه نـه ځـې