نا اشـنا اشنـا ته!!
ته ملامته نه يې، ته ملامته نه يې
ټوله ګناه زما ده
زه د وژلو يمه
په ځنځيرونو باندې، کلک د تړلو يمه
ته څوک يې؟ چيرته يې ته؟
ستا پيژندنه څه ده؟ زما ګمنامه اشنا !
ما ته د دې وړو، وړو پوښتنو ځواب به کله راکړې؟
لا دې تر اوسه په تمامه مانا نه پېژنم
خو بيا هم زه لېونی درپسې ډېر ژاړم
کله چې ته خپه شې او ستا سلام را نه شي
بيا نو ماشوم شمه زه، له حده تېر ژاړم
پوهېږم ته به مې په دې لېونتوب
کله نا کله په کړس کړس خاندې
خير دی که خاندې ګرانې ښه وخانده
زه خپه کېږمه نه
ته ملامته نه يې، ته ملامته نه يې
ټوله ګناه زما ده
زه د وژلو يمه !!