د زړه خبرې!

 

بیګاه مې ستا تصویر ته ، یو بلا خبرې وکړې

ګیله، ګيله، ووم ورته

زړګی مې، ښه را سپک کړ

تصویر دی، غلی ؤ

غوږ ،غوږ ؤ، راته

نه یې خبر راسره غبرګه کړله

او نه یې ستا په شان ، ناندرې راسره ووهلي

ستا نه مې ستا تصویر ډير زیات خوښ شو

غواړم چې بیا ورته د زړه خبرې ټولې وکړم !!!



۱۳۹۰/۱۰/۱۶

د شپې ۱۲:۳۰