اوبو یمه اخیستی ، خو څوک لاس نه راکوي
ناځوانه ده دنيا ، د ژوند احساس نه راکوي
ستا مينه تاوه وي رانه هر ځل د غم څادر
جانانه د خوښۍ راته لباس نه راکوي
عجیبه ده ، په عشق کې شوم له عقل او فکره خلاص
سند راته بیا هم څوک د افلاس نه راکوي
زه خپله سپیڅلتیا د محبت تر پایه ساتم
شیطان لعین دې ډير په کې وسواس نه راکوي
احساس د محبت دې خدای تر مرګه ما دانش ته
بې ستا نه په احد من الناس نه راکوي
14.12.2011
- محمد نادر دانش
څلور لارې :
پوهیږم ! دا وخت زما او ستا دمخ کیدلو نه ؤ، تقدیر چې په کومه څلور لارې کې مونږ سره مخ کړو؛ په دې ځای کې به نه راته ته تر ډيره تم شي او نه به زه د پاتې کیدولو لپاره وخت ولرم. ما ډير دمخه له دې پرتو لارو څخه یوه ټاکلې ؛ زه به په هماغه لارځم ، او باوري یم چې ستا پاتې کیدل هم په دې ځای کې ښه نه دي ته به هم یوه...
07.01.2012
- محمد نادر دانش
د زړه خبرې!
بیګاه مې ستا تصویر ته ، یو بلا خبرې وکړې
ګیله، ګيله، ووم ورته
زړګی مې، ښه را سپک کړ...