څلور لارې :

پوهیږم ! دا وخت زما او ستا دمخ کیدلو نه ؤ، تقدیر چې په کومه څلور لارې کې  مونږ سره مخ کړو؛ په دې ځای کې به نه راته ته تر ډيره تم شي او نه به زه  د پاتې کیدولو لپاره وخت ولرم. ما ډير دمخه له دې پرتو لارو څخه یوه ټاکلې ؛ زه به په هماغه لارځم ،  او باوري یم چې ستا پاتې کیدل هم په دې ځای کې ښه نه دي ته به هم یوه لار ټاکې او هرو مرو به یې ټاکې ، هو په دې  هم پوهیږم  په کومه لار چې زه د خپل منزل په لور ځم ، ته په هغه لار نه راسره ځې ستا جلا او زما جلا لاره ده .
نو راځه ګرانه ! تر هغه چې په دې څلور لارې کې تم یو، د زړه خواله وکړو د یو بل په لیدلو سترګې یخې کړو ؛ که دواړه د خپل منزل په لور روان شو نو یو بل ته به مو شا شي ، او بیابه هیڅکله  سره ونه ګورو. له مرګه پس په دې نړۍ کې  دویم ژوند ، دریم ژوند ، څلورم ، پنځم ،شپږم او اووم ژوند دهندوانو عقیده ده ، زه او ته پرې باور نه لرو، ځکه خو  په دې ځمکه د بیا لیدلو هیله مند هم نه یو .


۲۰۱۱-۱۲-۱۴

ننګرهار جلال اباد