چې مــینه څوک کوي او د چا یار پاتـــې کیږي
تر عــمره یې په سترګو کې خُــــمار پاتې کیږي
حیا راځــــي د خپلې مینې نشـــــم درتـــه ویلــی
له مـــــانــــه بس په دې ټکــې اظهـــار پاتې کیــــږي
له سترګو چې د اوښکو قافـــله ګـــریوان ته راشي
پــــر مخ ترینـــــه نرۍ لیکــــه او لار پاتــــې کیږي
خوب وینم چې مې غبرګ لاسونه ستا تر غــاړې رسي
ګریـــــوان دې زما ګوتو کې تار تار پاتې کیږي
پریوځې به جانــــانه د ځوانۍ مستۍ له جوشـــه
څلور فصله د کال چیــــرتـــــه بـــــــــهار پاتې کیږي
ځه خیر که دې دانش په زړه سوری کړ تــــرینه لاړې
ښکاري نه وخت نا وخت ویشتلی ښکار پاتې کیږي