رپيږي زړه مې ، ستا د جدايۍ د زوره نه دی
تر اوسه لا د دارنګه يارۍ د زوره نه دی
پيزوان له زوره نه دی ، د نتکۍ د زوره نه دی
ځنګيږې پرې خو زلفو د ټالۍ د زوره نه دی
جانانه ! چې په ټوکه کې ترې هم مرور نه شئ
ماشوم زړه مې د د ا ډول شوخۍ د زوره نه دی
زاهد به توبه کړې وي، خو دې کې هم شک نشته
اخر به ترينه ماته شي ، خولګۍ د زوره نه دی
له چا مې سترګه نه سوځې، په هر سړي ډاډه ځم
ميرات زړه مې ، د دې يوې جلۍ د زوره نه دی
تا ډک جامونه ورکړه ، ساقي ستا دې کور ودان وي
دانش ګوره د دومره بيخودۍ د زوره نه د ی