موازي کرښې يو نقطه د تقاطعُ نه لـــــرو
زه او جانان ، يو بل ته لار د ر سيدو نه لــــــرو
هغه سپوږمۍ ده چې تر ما راځي نو شپه سبا وي
زه لکه لمر فرصت د يو بل د ليدو نه لرو
داسې هم نه ده چې خوښې راته ژوند نه را کوي
داسې وخت هم نشته چې اوښکې په بڼو نه لرو
ذکر د رب د زړه له تله کړو ، تر خدايه رسي
شيخه ! په ګوتو کې عادت مونږ د تسبو نه لرو
دانشه ! زه او جانان خدای شته چې تر اوسه پورې
اظهار د مينې په څرګندو کليمو نه لرو