ژړل مې يـــــــو سړي نه ګيــــــله  ډيـــــــــره ډيــــره  راغــــــلــــــه

بيــګـــــــاه مې لـــــه زړګي نه ګيـــــــله ډيـــــــره  ډيـــره  راغــلـــــه

 

بــل  هر  سړی  پــــه  کـــاڼـــــو  ولي  ماتــــــه  په  خــنـــدا  شــــي

ددغـــه  ليـــــوني  نه  ګــــيله  ډيــــــــره  ډيــــــره  راغـــــــــلـــــه 

 

تــــرخې اوبـــــه يې راکړې ، خو هـــــغــه نـــــــشه  يې  نـــــــه وه

دا ځــــل مې له ساقي نـــــه ګيلــــه ډيـــــره ډيــــــره  راغـــــلــــــه 

 

چې زه دې مخ ته ځير شم ، نو دا شړک شي  چې   راپـــــريــوځي

جــــانـــــانه ستا پــــيکــي نه  ګــــيله  ډيـــــره  ډيـــــــره  راغــــــله 

 

چـــــې څنګــــه پکې دا ځلې د  ګل  شونـــــډې  پــــرهــر شـــــــوې

ســـــږکال د پسرلي نه ګيـــــلـه  ډيـــــــره  ډيــــــــره  راغـــــــلــه

 

ګيلــــه له خپلو کيــــږي خو دې خپل  زړه  تـــــه  حيــــــران  يـــم

چې څنــــګه يې پـــــــردي نه  ګيله  ډيــــــره  ډيـــــــره راغـــــلــه

 

زه ګل تـــــه لاس نــږدې کړمه ، دا  کلک  راپـــورې  نـــــښلـــــي

دانــــــشه ! لــــــه اغـــــزي نه ګيله  ډيــــــره  ډيــــره  راغــلـــــه