پـــاڼې، پـــاڼې،
پـــاڼې دی، ګــــل د زندګۍ زمـــــا
بَــل بــه دا څــــراغ نـــــه وي، تــل د زندګۍ زمـــــا
عشقه! مــــلامت نه يــم،ځانته خو ستا غم نه دی
ســل کــه تـــا راکـــړي دي، ســل د زندګۍ زمـــــا
خيـــر که زما نــه شوې ته ، بيـا هم منندوئ دې یم
ستا يــــــادونــــــه ملګري ، ول د زنــــــــــدګۍ زما
ژوند بې خــــوږو نه
وي خو، زه ترينه بې برخې ووم
څوک ؤ چـــــــې خواږه به يې څښل د زندګۍ زما
نــــــړۍ ستا پــر
ولو مې ، ژوند اضافي پېټی دی
تاتــــه څه ارزښت لـــــــري،
تـــلل د زندګۍ زمـــا
مادانـــــش چې خپله
د خـــــپل ژوند ارمان ونکړ
څـــــه به نــــو
ارمان وکړي بل د زنـــدګۍ زمــــا