نه شـــورکوې،نه کلی خبـــروې ،نه دومــره ژاړې

ته ما غونــــدی نه اوښکې تویوې ، نه دومره ژاړې

 

جانانه ستا د ‌‌ذهــن ، عجیـــــبه شانې جوړښت دی

شیبه ، شیبه کې هر څّه هیروې ، نه دومره ژاړې

 

د ویر په چم ،د غم په ښار کې ، ساه اخلې او پايې

زړګیه ! افرین شه ، چې نه چوې نه دومره ژاړې

 

دا میـــنه بــه نو ستا په ښکلا ، څـه بــد اثر وکړي

نه شپـــې لــکه زما شــوګیروې ، نـه دومره ژاړې

 

دانش ځان غولوومه ، ستا د دروغو په لوظـــونو

پوهیــږم ، نه زما له غمه مرې ، نه دومره ژاړې