ښځـــه  ډیـــــوه ده، ښځـــه شمع ده ، رڼـــا راولي

ښځـــــه ده مــــــــــور چې په خــبرو ما وتا راولي

 

هغه محال هم ژوند ناشــونی ؤ، اوس هم نه کیږي

ادم تـــه ځکه خـــــــــدای جوړه بې بې حوا راولي

 

ښځه څوک ده؟

 

ښځــــــه چي مور وي، نـــو ښکار ده چې جنت ده ښځه

ښځــــه چې لـــورشي، نــو وریــږي دې رحمت ده ښځه

 

ښځه چې خور وي، نو نعمت دی ورو بې خوره مه شه

ښځــه رونـــق د زنـــد ګې ده او زیـــنت ده ښــــځــــه

 

ښځــه مـــلاله ده ، نـــــــــازوده ، ناهـــــیده ده دوخت

ښځـــــه ډګـــــر د حـــــماسو ده او  عظمت ده ښځـــه

 

د ژونــــد پایـــښت ، دژوند بقا ، د انسانیــت فلسفـــــه

په دې نــــړۍ کې ستره  بـــــیلګه د فطرت ده ښځـــه

 

ښځــــه هستي ،ښځــــــه ښکلا ده، د تهذیــــــب نـښه ده

دانــــشه! ټـــــوله مــینه میــــنه ده الفـــــت ده ښــ‎ځــــه