کــــه د کـــلي یـــا د ښــــــار دي

ددې خــاورې خــلک خـــــواردي

 

دلتـــه تور کـــارغان الوُت کړي

ګـــــــــډ دزاڼــــو په کــــتار دي

 

څوک د لـــوږې نه تیند ک خوري

څـــــوک ټالۍ وهـي خـــمار دي

 

دا متـــل غــلط ثابــــــت شــــــو

شپـــــه تــیاره مڼې په شمـار دي

 

دانــــش لاس په زړګي کیــــښود

ستـــا باڼــــه ولاړ کــــــتـار دي