د اسمان له وریځ کیدو سره سم، دواجان اندیښنو په مخه کړ،هغه ډیر خفه ښکاریده،نه پوهیده چې څه وکړي، که باران شي نو د ا دومره میلمانه به چیرته ځایوي، یو یې کور ډیر وړوکی ؤ او بل دا چې میلمانه هم ډیر ورغلي ول.له یوی خوا دواجان د احتمالي باران له اورښت په اندیښنه کې ؤ او له بلي خوا د ماشومانو شور او زوږ درسته حویلۍ په سر اخیستې وه.د دواجان مشر ځوی خو له مازدیګر راهیسې د جنراتور په جوړولو بوخت ؤ، ډيره هڅه یې وکړه خو جنراتور قسم کړی ؤ چې چالان به مې نه کړې.د ښاپیرۍ مور خواته ورغله او ورته یې وویل :چې نه جوړیږي څه په بلا یې وهې ځان دی پرې هسې ستړی ستومانه کړ، اوس دومره وکړه چې یو هلک د ګازو پسې د سخي ګل ماما دوکان ته ولیږه خیر د ګازو ډبې به د رڼا لپاره د شپې بلې کړو.ټول ماشومان وږي وده شول نوره ډوډی شروع کړی . وحید چې په ټنده یې خولې راماتې وی مور ته وویل :ښه ده زما هم همدا زړه ؤ ته اوس لاړه شه میلمنو ته چې خفه نه شي دادی مونږ اوس ډوډی شروع کوو، هو رښتیا ښاپيرۍ څنګه ده ؟د ښاپیرۍ مور یو سوړ اسویلی وکیښ ښه نه ده زما خو یې په پوهولو زړه ستړی کړ، نه پوهیږم څه تندر پرې پریوتی دی تل چوپه خوله ناسته وي او ژاړي .دایې وویل او همداسې روانه شوه .

څو قدمه لا نه وه تللی چې څه یې به ذهن کې وګرځیدل ستنه شوه ،ځوی ته یې مخ واړاوه ویې ویل :  والکه ګوره پلار خو دې تاته ښه مالوم دی ،چې کوم ځای کیناسته بیا د هماغه ځا ی دی ، یو دوه غوري ګوره چې جومات ته هم ولیږي ، له دې خبرې سره سم د لوې کوټې په لور وغوځیده .

په لویه کوټه کې پیغلې نجونۍ د ښاپيرۍ نه   ګرچاپیره ټولې وې،ټوله کوټه دعطرو خوشبو په سر اخیستې وه، له هرې خوانه د ژاولو ګرم ګرم ټکونه پورته کیدل ،د پیغلو په شونډو مسکا خوره وه ،سکینې ترور خو به هر شیبه د ښاپيرۍ دسر بلاګانې اخیستې،په درست کلي کې د ښاپيرۍ د ښکلا ځواب نه ؤ،سپین مخ غټې غټې توروې سترګې ،ګڼ باڼه ، او تورې اوږدې زلفې د ښاپیرۍ د ښکلا ځانګړنه وه ،بس خو سر تر پښو د ښکلا ګوډی وه. په کلي کې ټول ځوانان د ښاپیرۍ د مینې لیونې او د حسن پتنګان وو.

خو دښاپیرۍ په زړه کې بیا د بل چا مینه وه ، ښاپیرۍ هغه چاته زړه ورکړی ؤ چا چې دا د خپل زړه ملکه ګڼله ، دا زلمی سباوون نومیده ، سباوون د ښو اخلاقو څښتن ؤ، ښاپیرۍ او سباوون له یو بل سره ډیره مینه درلوده ، څو ځلي د سباوون مور وپلار په ښاپیرۍ مرکه کړی وه، خو د ښاپیرۍ پلار ورته د نه ځواب ورکړی ؤ.ځکه چې  نه خو سباوون  د کومې بهرنۍ موسیسی لوړ پوړی مامور ؤ او نه یې د کورنۍ کوم غړی د غربي نړۍ په ډالري ملکونو کې په کار بوخت ؤ.د سباوون د میني یواځینی دښمن د هغې غریبې او تنګلاسې وه ، او شتمني یې د هغې ښه او نیک ملګري ول چې له ده سره یې بې شانه مینه درلوده ، سباوون په ټولو کلیوالو ګرانه ؤ. د ښاپیرۍ د خپلولو په خاطر د سباوون غریب ټولې هڅې  یو د بل پسې له ناکامۍ سره مخ شوې وې ، نه پوهیده چې څه وکړي هغه ته بله کومه لاره نه وه پاتې هو یوه لاره وه خو هغه د سباوون زړه نه غوښته ، هغه دا چې له ښاپيرۍ سره له دې کلي کوره د تل لپاره مخه ښه وکړي او داسې یو ځای ته پنا یوسي چې هیڅوک یې و نه پیژني . ملالۍ چې د ښاپيرۍ د ترور لوروه ، د ښاپيرۍ او سباوون له مینې خبره وه ، او په دې هم پوهیدله چې دا دواړه یو له بله د بیلتون تصور هم نه شي کولی. ملالۍ د ښاپيرۍ له واده نه یوه ورځ وړاندې د سباوون سره خبره غوټه کړې وه ، چې د واده په   شپه دې د صفدر کاکا په باغچه کې د ښاپیرۍ انتظارکوي، ملالۍ چې تر دې محاله له ښاپيرۍ سره یو ځای په لویه کوټه کې ناسته وه ښاپیرۍ یې په دې پویه کړې وه چې نن شپه به د رواجونو دا ځنځیر ماتوي ځکه خو په ښاپیرۍ هر شیبه لکه د کال تیریده .د صفدر کاکا په باغچه کې درنه چوپتیا خوره وه ، په دې شپه سپوږمۍ هم د سباوون یاري کوله او کله کله به په وریځو کې پټه شوه ، تر څو ترږمي وي، ګڼې وني او ګڼو بوټو هم ښه تورتم جوړ کړی ؤ،له ډير نږدی نه هم څوک سم نه ښکاریده، ټوله باغچه یوې ژورې چوپتیا په غیږ کې اخیستې وه خو کله کله به د کلي د  سیو غپا د باغچې خاموشی ماتوله.سباوون په باغچه کې د ښاپیرۍ د راتلو لارې په ډيري بې صبرۍ څارلې خو وخت دې بې صبری ته ډير ژر د پای ټکې کیښود ، ناڅاپه یې د پښو برپاری تر غوږ شو،د پښو د ترپ ترپ غږونه په کراره کراره د سباوون خواته نږدی کیدل ،لومړۍ خو سباوون ځان غلی کړ، خو چې کله د پښو غږونه ډیر نږدی شول نو په کراره یې وویل: څوک ... څوک یې ؟ملالۍ ځواب ورکړ :سباوونه زه یم ملالۍ ښاپیرۍ مې   راوستله .سباوون د ښاپیرۍ لیدلو خوښ شو ،ملالۍ ته یې مخ کړ او وې ویل:خورکۍ ستا د احسان پوروړی شوم ، زه به ستا دا نیکې ..... ملالۍ د سباوون خبره غوڅه کړه د اوخت او س ددې خبرو نه دی ملالۍ د ښاپيرۍ لاس د سباوون په لاس کې ورکړ او ویې ویل :که غواړې چې زما د نیکې بدله راکړې نو ښاپیرۍ درنه خفه نه شي د ژوند ټولې خوښې ورته ځولۍ کې واچوه ، بیا یې دواړه په داسې حال کې رخصت کړل چې له سترګو یې اوښکې لکه  د پسرلي باران وریدې .

د ملا له اذانونوسره سم باران وریځې څیرې کړلی او میده میده  یې په ځمکه وریدل پیل کړل .په هډه کې یو یو کس تر سترګو کیده ، موټروانانو او کلینرانو په غبرګو اوازونوهمدا یو غږ کاوه ، تورخم والا تورخم والاتورخم والا.سباوون او ښاپيرۍ هم بې له ځنډه یو موټر ته وښتل ، څو شیبې وروسته موټر ډک او د تورخم په لور رهي شو.

تر یو وخته په موټر کې چوپه چوپتیا وه خو دا خاموشه فضا هغه وخت ماته شوه چې د وروستۍ څوکۍ څخه یو کس غږ کړ: استاده دا ټیپ خو دې لږ چالان کړه ! د موټر د ټیپ له غږیدو سره سم د سندرغاړۍ وږمۍ يه غږ دا سندره تر غوږو ورسیده : لا س راکوه چې دواړه ځونه د رقیبانو له مالته  چې ګډه بل کلي له وړونه د رقیبانو له مالته .له دې سره سم ښاپيرۍ او سباوون یو بل ته وکتل که څه هم خولې تړل شوې وي خو په سترګو کې یې یو بل ته ډير څه وویل .سباوون او ښاپیرۍ د  سهار د اوو بجو شاوخوا د تورخم په دروازه واوختل .بیا پرله پسې د نوی هډی په فلاینګوچ کې سواره شول،سباوون چې تر دې محاله یې خوله ګنډلې وه ، ښاپيرۍ ته مخ کړ او ویې ویل : که دې خوښه وي نو زه به لږ څه د خوراک لپاره راوړم . ښاپيرۍ چې له ډیره غمه یې  شونډو پارونه نیولي وو وویل :د ولږې نه به نه مرو خدای مکړه دا کیسه همدلته خلاصه نه شي،اوس خو به ټول کلی مونږ لکه د وږو لیوانو لټوي ، زه خو وایم چې کله پیښور ته ورسیدو نه ډوډی به هلته په ارامه زړه وخور.سباوون ته هم د ښاپيرۍ خبره سمه   ښکاره شو ځکه خو یې ورسره ومنله . سباوون له تورخم څخه تر پیښوره په ټوله لاره کې چوپه خوله ؤ او د فکرونو په ټال ځنګیده ، دې دا فکر نه کاوه چې مینه به یې دې کارته هم مجبوره کړي ، خو بس وخت او حالات داسې راغلل چې نوره یې نو مینه مینه نه پاتې کیده ځکه خو یې د ښاپیرۍ په ټینګار او ملالۍ په مرسته  له کلي کوره تیښته وکړه .لس لس نیمې بجې وي چې سباوون او ښاپيرۍ د نوی هډی له فلاینګوچ  د پیښور په نوی هډه کې ښکته شول، ښاپيرې یې دسرک یوې غاړې ته ودروله اوورته ویې ویل : ته څو شیبې همدلته اوسه زه به د خوړولو لپاره څه راوړم ‎ښاپیرې د سر په خوځولو د ښه  ځواب ورکړ.

ښاپيرۍ په چادرۍ کې وه، هغه خو چا هسې هم نه شوه پيژندلي خو سباوون د پيژندنې ؤ ځکه خو یې ډير اخوا دیخوا کتل تر څو څو ک پيژندګلو یې ونه ویني، له لږ څه مزل وروسته  یو کباب پلورنځي ته ورغی ،سم د واره  یې د سلو نوټ ورکړ کبابي ورته کباب په یو کاغذ او پلاستیک کې تاو کړ.سباوون چې د کبابو پلاستیک تر لاسه کړ د مخ اړولو سره سم یې د پولیسو په موټر سترګې ولګیدې ،چې له دې نه لږ لرې ودریده له دریدو سره سم ترې پولیس ښکته شول او د شاوخوا خلکو په نیولو یې لاس پورې کړ، ناڅاپه شور شو هر چا هڅه کوله چې له دې ځایه ښپې سپکې کړي او ځان یوې ډډې ته کړي . سباوون وارخطا شو ، له کباب پلورونکې يې وپوښتل ، وروره دا څه خبره ده ؟ دا پولیس ولي خلک په زور راکاږي او زولنې وراچوي؟کباب پلورونکې ځواب ورکړ: ورور جانه  په پښور کې له افغان مهاجرو سره د پاکستانې پولیسو داعمل څه نوی خبره  نه ده او نن خو یې په دې هم رانیسې چه  سهار هغه وړاندې ځای کې یوه سخته چاودنه شوه ، د پاکستان حکومت د تیر په څير دا پړه هم په افغان مهاجرو اچوي او په دې تور کې هر افغان چې په مخه ورغی نو یوځل یې تاڼې ته بیایې .د کباب پلورونکې په دې خبره د سباوون له پښو ځمکه وتښتیدله رنګ یې والوته ، بې له ځنډه یې هغه لور ته وکتل چيرته چې یې ښاپيرۍ درولي وه ، دا چې ښاپيرۍ لږ څه وړاندې وه او د خلکو بیرو بار هم ډير ؤ نو تر سترګو یې نه شوه ، په داسې حال کې چې د ګرمو کبابو پلاستیک یې په لاس کې وو، د ښاپیرۍ په لور حرکت وکړ، له څو کړندیو قدمونو وروسته ناڅاپه چا له مټه ونیو، سباوون په ډیرې وارخطایی مخ ور واړوه، له مخ اړولو سره سم یې په یو تور مخي ، غټ سري او د لویو بریتو لرونکي پولیس سترګې ولګیدې ،څو چې سباوون د څه ویلو ته خوله جوړوله نو پولیس خوله پرانیسته : ته هم مهاجره یې بس چې کاڼی پورته کی نو مهاجر ترې لاندې دی . سباوون : زه........ زه ...... .هو  خو..... ما ..... پولس يې خبره غوڅه کړه مخکې شه ته به هم وایې چه ما څه نه دي کړي دا پته به په حوالات کې ولګي .همدې سره یې سباوون د هغې موټر په لور روان کړ چې نور مهاجر یې هم ورته پورته کړي وو. سباوون په داسې حال کې چې له یو لاسه پولیس کلک نیولی ؤ او په بل لاس کې يې د کبابو پلاستیک ځنګیده، په زاریو پیل وکړ، ای وروره زه  .... زه  همدا شیبه د افغانستان راغلم .... زه هیڅ پوی نه یم چې څه پیښ شوي دي او هلته هلته وړاندې مې راته تور سری ناسته ده زه باید زه .... د سباوون خبره لا خلاصه نه وه چې د موټر خواته ورسیدل تور مخي  پولیس سباوون ټیل وهه او موټر ته يې ګوزار کړ ، هلته یو بل پولیس و چې د سباوون لاسونو ته یې زولنې واچولې ، سباوون په داسې حال کې چې په سترګو کې یې اوښکې غوټه وي یو ځل هغه ځای ته وکتل چیرته چې یې ښاپيرۍ په تمه  وه او بیایی د خپلو لاسونو زولنو ته له همدې سره سم موټر حرکت وکړ.
اته میاشتې وروسته داچې سباوون بې ګناه ؤ ، نو د پاکستان پولیسو له زندان ازاد کړ، خوارکی سباوون د زندان ترخو شپو له پیژندلو ویستلی ؤ، په زندان کې اته میاشتې پرې  لکه اتیا کاله تیر شول ،  ددې اتو میاشتو په موده کې نه له دې څوک خبر  وو چې په کومه ځمکه دی او نه دې له کور کلي خبر ؤ، کور کلی خو لا څه کوي چې د ښاپیرۍ څخه یې  هم کوم احوال نه درلوده .سباوون ازاد ؤ خو یواځي د زندان له کټارو نه د خپل ضمیر له قیده . پوره یوه میاشت په    پیښور کې په دې نیت پټ پټ ګرځیده چې ګوندې څوک کلیوال به پیدا کړي ، چې د کور کلي او په ځانګړې توګه د ښاپيرۍ احوال ترې واخلي خو ونه توانیده ځکه چې په دې موده کې يې هیڅ یو کلیوال په پیښور کې تر سترګو نه شو. په پای کې پریکړه وکړه چې وطن ته لاړ شي ، هر څه چې پیښیږی پیښ دې شي ، وطن کې خو به د دښاپيرۍ له احواله خبر شي چې ددې له نیولو وروسته ورسره څه پیښ شول ، په همدې نیت په پیښور کې د تورخم هډی ته راغی ، خو کله چې غوښتل موټر ته پورته شي نو یو کس یې په اوږه لاس کیښوده . سباوون چې مخ ورواړوه ګورو چې شیرفراز دی د دوې یو تن کلیوال ، شیرفراز بې له ځنډه پوښتنه وکړه هلکه ته سباوون  نه یې ؟ سباوون : هو زه زه سباوون یم . شیرفراز : دا په تا څه شوي دي دا ته څومره خراب شوی یې . سباوون شاوخوا وکتل او شیرفراز یې د هډی یوې څنډې ته یوړو،او ورته یې وویل شیرفرازه ته خو زما ملګری يې دا راته ووایه چې په کلي کې څه روا ن دي او د ښاپیرۍ حال څنګه دي؟ ایا هغه خو ښه ده کنه ؟شیرفراز لومړی سباوون ته په ځير ځیر وکتل او بیا مسکی شو ويې ویل : یاره ته اوس لمر په دوه ګوتو مه پټوه ټوله دنیا پوهيږي چې ښاپيرۍ تاسره د خپل واده په لومړی شپه وتښتیده ، د هغې له حاله خو به ته خبر يې چې ستا میرمن ده مانه يې څه پوښتنه کوي.

سباوون  وویل : هو  هو هغه بد خو له مونږ نه شوي وو، خو ښاپیرۍ بیرته کلي ته نه ده راغلې ؟شیرفراز : یاره سباوونه دا ته څه وايې له کومې ورځي چې ښاپيرۍ تا تښتولي له هماغې ورځی یې پلار له ډیرې ناروغتیا د کټ شوی ؤ تر اوسه کړیده ، د همدې ناروغتیا له امله خو تیره اونۍ مړ هم شو.سباوون : څه مړ شو ! خو ښاپيرۍ چیرته ده ؟ شیرفراز یو ځل بیا مسکی شو او ویی ویل  : په دې خو به ته ښه پوهیږي له کلي نه خو تا ډيره پخوا راشکولې اوس خو باید زه له تانه د ښاپیرۍ پوښتنه وکړم.

د شیرفراز په دې خبره د سباوون سر خلاص شو او په دې پوه شو چې ښاپیرۍ لا تر اوسه په پاکستان کې ده خو چې چیرته ده؟ څنګه ده ؟دا نو یو الله ته مالومات شته او بس . سباوون بې له دې چې له شیرفراز سره نوره خبره تاوه کړه له خپله ځایه پاڅیده او بې له څه ویلو روا ن شو، شیرفراز پرې غږ وکړ، هلکه سباوونه چیرته لاړې تاته وایم خو سباوون بې له دې چې  شاته وګوري په چرت کې ډوب ر وان ؤ، شیرفراز یو ځل بیا پرې غږ کړ، وه هلکه تاته وایم که د دواجان د کورني څخه چا ولیدلې بې مرګه دې نه پریږدي په ځان پام کوه ! داچې سباوون بیا هم مخ ورته ونه ګرځاوه نو شیرفراز هم بیرته د موټر په   لور روا ن شو او له ځان سره یې وویل :دا څنګه چل دی د دواجان ځوی خو ویل ما ټول پیښور سباوون  پسې ولټوو خو پیدا مې نه کړ او دا همدلته ګرځي عجیبه ده نو!

کله چې سباوون په دې وپوهیده چې ښاپیرۍ لا تر اوسه په پاکستان کې ده اووطن ته نه ده تلی نو یو ځل بیا يې پسې لټه پیل کړه ، چې د ښاپيرۍ په لټه کې يې ان د پاکستان  کراچۍ تر ښاره سر ورسیده .

په کراچۍ کې د یو خان سره نوکر شو او په دې تر تیب دوه کاله نور هم تیر شول ، سباوون په دې هیله شپې تیرولې چې یوه ورځ به ښاپيرۍ  پیدا کړي ،سباوون د اکیسه د خپل خان سره هم شریکه کړې وه چاسره چې ده کار کاوه ، په دې نیت چې ګوندې مرسته به ورسره وکړي ، خان هم نور په دې پوه شوی ؤ چې د سباوون هڅه ناکامه ده او ښاپیرۍ به بیا ونه مومي ځکه چې پاکستان یو دل دل دی او په دې دل دل کې چې یو ځل څوک ورک شوي بیا نه دي تر سترګو شوي،ځکه خو به یې هر ځل سباوون ته ویل : هلکه لا ځوان زلمی یې تیر وختونه هیر کړه راځه چې یوه ښکلې پاکستانې پیغله درته وکړم چې یو ځل په خپل ژوند پوی شي سړیه .!

خو سباوون به ورسره نه منله .یومازیګر د لمر غورځیدوپه محال خان سباوون ته  په ډیرې مهربانۍ او شفقت وویل :هلکه سباوونه دا څو ورځي کیږي چې ډیر غلی یې او رنګ دې هم مخ په خرابید و دی بیمار خو به نه یې؟سباوون په داسې حال کې چې دسینې په زور يې یو سوړ اوسویلی وکیښ خان ته مخ واړوه او ويې ویل :خان اکا زه روغ کله ووم ، دا چې دا څو کاله په ما څه تیریږي یو الله پوهیږي او زه .هو تا تر ډیره هڅه کړې چې ما خوښ وساتې زما دې ډير خیال ساتلی زه به دا ستا نیکې تر مرګه هم هیره نه کړم .خان : دا ته څه وايې ماخو ستا لپاره هیڅ داسي څه نه دي کړي چې ته مې احسان مند شي .

سباوون: تا ډير څه  کړي خو نور بس دی .

خان دسباوون په دې خبره حیران شو او ويې ویل : څه زه پوئ نه شوم څه بس دی ؟

سباوون : خان اکا زه نور خپل وطن ته ځم او د تل لپاره پاکستان پریږدم زما ټولې هڅی یو د بل پسې ناکامې شوي او ښاپيرۍ مې و نه مونده.

خان : دا ته څه وایې ستا افغانستان ته تلل له خطرې نه خالي نه دي ، ته لیونی شوی یې د نجلۍ کورنۍ به تا بې مرګه پرینږدي.

سباوون : انسانان ژوند د یو مقصد لپاره کوي خو کله چې مقصد ختم شي نو د ژوند بیا کومه مانا نه لري بیاخو ژوند داسې وي لکه زما چې دی ، او دداسې ژوند چې مقصد نه لري نو ارزښت هم نه وي.

خان : لیونی کیږه مه دلته په پاکستان کې کور ودان کړه زه به درته ښه یو ښکلی نجلۍ وکړم لا خو دې ځواني ده سړیه! دومره زر حوصله له لاسه مه ورکوه.سباوون هم غوښتل چې څه ووایې خو ناڅاپه د  دروازي د ټک ټک اواز راغی او چا دروازه وټکوله ، له ټک ټک سره سم خان سباوون ته مخ واړوه هلکه ته ورشه دا کوم لیونی دی چې د د دروازي د ټلی په ځای دروازه ټکوي ؟

سباوون د دروازی په لور روان شو، د دروازې د پرانیستلو سره سم یې سترګې په یوې ښځې ولګیدې چې لاهماغسې  د دروازې په وهلو لګیاوه. سباوون ورباندې غږ کړ ، عجیبه ده ما دروازه خلاصله کړه ، خو تابیاهم سر کوز نیولی او دروازه ټکوې دیخوا وګوره تاته وایم خو هغې بیا هم دروازه وټکوله او د سباوون خبرو ته یې هیڅ پام نه شو.سباوون یوځل بیا وویل ای ترور ، چاسره دې کار دی ؟ څه دې په کار دي ؟ته خو یوځل دیخواوګوره تاته وایم، خو هغې ښځې ورته هیڅ ونه کتل لکه هيڅ چې اوریدلي نه وي.سباوون حیران شو یو دوه قدمه وړاندې لاړ او هغه ښځه يې وخوځوله چې تر دې محاله یې سر ښکته نیولی ؤ، سباوون د وروستې ځل لپاره ورته وویل :تاته وایم کڼه خو به نه یې خبره څه ده چې پرله پسې دروازه ټکوې ؟ د سباوون له دې خبري سره هغې ښځې خپل مخ د سباوون په لور وګرځاوه ، خو کله چې د سباوون سترګې پرې ولګيدې نو د بدن غړي یې سست شول ، سترګې یې له حیرانتیا بټې بټې راووتې ، له ډیره هیبته یې ژبه ودریده، له خولې یې آه قدرې هم نه شوویستلای، له سترګو یې بې اختیاره اوښکو مخه وکړه ، اوس نو سباوون په دې پوه شو چې چاته څو شیبې مخکې دې د ترور غږ کړی ؤ ، هغه بل څوک نه ددې خپله ورکه ښاپيرۍ وه.خو د هغې ښاپيرۍ په څير اوس نه وه چې د کلي ځوانانو به يې د حسن صفتونه کول. ټوټې ټوټې پړونی ، شکیدلي جامې ، ببر سر، ډنګر او ضعیفه بدن، یبلې پښې چې په لیدلو يې هر د زړه څښتن دردیده .د ښاپیرۍ په لیدلو د سباوون د هیلو غوټۍ یوځل بیا په غوړیدو شوه ، له سترګو یې اوښکې بهیدې خو نه پوهیده چې دا د خوښې اوښکې دي او که په خپل تیر عمر ژاړي چې بې له خپلې مینې یې تیر کړ.سباوون نور ځان قابو نه شو کړای غیر ارادی یې له ښاپيرۍ غیږه تاوه کړه او ويې ویل:ښاپيرۍ ته چیرته وي ؟ تاپسې ماکوم کوم ځای و نه لټوو، دا زما او ستا څنګه نصیب ؤ، او د اپه تا څه شوي دي ........ څه  شوي دي  ته ته ولي څه نه وايې ؟؟ سباوون چې تر دې دمه یې ښاپيرۍ بې اختیاره په غیږ کې ټینګه نیولې وه، او له ډيرې خوښې يې  اوښکې روانې وي. یو اواز تر غوږ شو: ماما ای ماما ثواب به دې وشي ماته زما سباوون وښایه زه به تاته ډیرې روپۍ درکړم.له دې خبرې سره سم سباوون  خپل لاسونه جې تر دې دمه له ښاپيرۍ نه تاوو وو خوشي کړل او په ډيرې حیرانتیا يې د ښاپيرۍ سترګو ته وکتل ، ښاپیرۍ خپله خبره نوره هم وغځوله : ماما ډيرې ورځې کیږي چې سباوون رانه ورک دی که تا ولیده نو ورته ووایه چې ډوډۍ لږ زر راوړي زه ډیره وږې شوې یم.سباوون ښاپيرۍ له دواړو مټو ونیوله ويې خوځوله او په ژړا ژړاکې وویل: زه یم سباوون ستا سباوون ښاپيرۍ ته څه پوهیږئ چې دا درې کاله په ما څه تیرشوي  ښاپیرۍ ناڅاپه له خپل   ځایه پاڅیده او خپله خبره یې یو ځل بیا داسې تکرار کړه : ماما ای ماما ثواب به دې وشي ماته زما سباوون وښایه زه به تاته ډیرې روپۍ درکړم ، د ښاپیرۍ له دې خبرې سره د سباوون له ښپو ځمکه وتښتیده اوس نو سباوون په دې پوئ شو چې ښاپيرۍ لیونۍ شوي هو د سباوون ښاپيرۍ ،هغه لیونۍ شوه ! سباوون یو ځل بیا ور وړاندې شو غوښتل یې چې ښاپیرۍ په غیږ کې ونیسي ،خو ښاپيرۍ ترې و ویریدله او کرار کرار په شاه لاړه . سباوون پرې غږ کړ ودریږه مه ویریږه زه ستا سباوون یم ستا سباوون ښاپيرۍ په داسې حال کې ترینه مخ واړوه او روانه شوه چې دا يې له ځانه سره ویل : نه نه ته هم سباوون نه شي کیدلی ، ته هم غواړي چې ماته دوکه راکړي زما سباوون به راشي اخر به راشي او ماته به ډوډی راوړي .