نن شپه مې خوب لیدلی
چې لکه بربنډ هوس
لکه د تُندې یوه ګرمه څپه
لکه د عطرو له خولو یو جوړ شوی امیل غاړې ته را ولویدلې
بیا زه پوه شوی نه یم
جې هغه زما و ستا د مینې تقوا څنګه شوله؟؟
زه خو شکمن غوندې یم ، دا هسې نه چې مې ګناه کړي وي
ځکه چې زما ذهن کې
اوس هم د ستا د تودو شونډو د مچکو خیال بلیږي پسې
که تاته یاده وي راو ګوره لږ
چې مې د مست او د یاغي هوس له خوبه ځینې ویښ غوندې شم
او یو ځل بیادې د سرو سترګو عبادت په پلترې ووهم .
05.03.2011
- محمد نادر دانش
یو سړی خپل ملګري ته چې سبا یې دواده ورځ وه ،ورغی او ورته یې وویل :راغلی یم تر څو تاته ستادخوښیوپه ویاړمبارکې ووایم . ملګري یې په ډيره حیرانتیا وویل :زما د واده ورځ خو سبا ده او ته مبارکې اوس راکوې.
سړي وویل : پوهیږم دهمدې لپاره نن راغلم ځکه چې ستا د خوښی...
06.03.2011
- محمد نادر دانش
د اسمان له وریځ کیدو سره سم، دواجان اندیښنو په مخه کړ،هغه ډیر خفه ښکاریده،نه پوهیده چې څه وکړي، که باران شي نو د ا دومره میلمانه به چیرته ځایوي، یو یې کور ډیر وړوکی ؤ او بل دا چې میلمانه هم ډیر ورغلي ول.له یوی خوا دواجان د احتمالي باران له اورښت په اندیښنه کې ؤ او له بلي خوا د ماشومانو شور او زوږ درسته حویلۍ په سر اخیستې وه.د دواجان مشر ځوی خو له مازدیګر راهیسې د جنراتور په جوړولو بوخت ؤ، ډيره هڅه یې وک...