یو سړی خپل ملګري ته چې سبا یې دواده ورځ وه ،ورغی او ورته یې وویل :راغلی یم تر څو تاته ستادخوښیوپه ویاړمبارکې ووایم . ملګري یې په ډيره حیرانتیا وویل :زما د واده ورځ خو سبا ده او ته مبارکې اوس راکوې.
سړي وویل : پوهیږم دهمدې لپاره نن راغلم ځکه چې ستا د خوښیو وروستۍ ورځ نن ده او هغه پای ته ورسیده.
05.03.2011
- محمد نادر دانش
د محکمې په کټاره کې چې کله وکیل پوه شو چې دلایل کمزوري دي او دده موکل ته به خامخا سزا ورکول کیږي نو هغه وکیل د قانون یوکتاب د قاضي مخې ته کیښود او ویې ویل :چې عزت مابه !چې کله داسې حالت پیدا شي نو بیا ملزم د شک په فایده کې خوشې کیږي، مثال د ستاسو په وړاندې د قانون ددې کتاب په یو سلو دیرشم مخ کې موجود دی.
قاضي چې کتاب خلاص کړ نو په هغې پاڼه کې یې ورته پنځه زره افغانۍ ایښې وي...
06.03.2011
- محمد نادر دانش
نن شپه مې خوب لیدلی
چې لکه بربنډ هوس
لکه د تُندې یوه ګرمه څپه
لکه د عطرو له خولو یو جوړ شوی امیل غاړې ته را ولویدلې...