ټــــوکې ټـــــکالــــــې
د واده خبرتیا !
د لوړو زده کړو درلودونکی یو ښکلی ځوان یم ، ښکلي وریښمین تور ویښتان او غټې غټې تورې سترګې لرم، مناسب د بدن غړي په تمامه مانا د ټولنیزو اخلاقو خاوند یم ، دوه شخصي لوړپوړي تعمیرونه او د وخت نوی مادل موټر راسره دی . له یوې نجلۍ سره هم واده ته تیا رنه یم فقط خبرتیا مې درکړه زړه مو وسوزه !!
د خوښې وروستۍ ورځ
یو سړی خپل ملګري ته چې سبا یې دواده ورځ وه ،ورغی او ورته یې وویل :راغلی یم تر څو تاته ستادخوښیوپه ویاړمبارکې ووایم . ملګري یې په ډيره حیرانتیا وویل :زما د واده ورځ خو سبا ده او ته مبارکې اوس راکوې. سړي وویل : پوهیږم دهمدې لپاره نن راغلم ځکه چې ستا د خوښی
داسې پنځه مثالونه دې نور هم پیش کړی شئ
د محکمې په کټاره کې چې کله وکیل پوه شو چې دلایل کمزوري دي او دده موکل ته به خامخا سزا ورکول کیږي نو هغه وکیل د قانون یوکتاب د قاضي مخې ته کیښود او ویې ویل :چې عزت مابه !چې کله داسې حالت پیدا شي نو بیا ملزم د شک په فایده کې خوشې کیږي، مثال د ستاسو په وړاندې د قانون ددې کتاب په یو سلو دیرشم مخ کې موجود دی. قاضي چې کتاب خلاص کړ نو په هغې پاڼه کې یې ورته پنځه زره افغانۍ ایښې وي