د محکمې په کټاره کې چې کله وکیل پوه شو چې دلایل کمزوري دي او دده موکل ته به خامخا سزا ورکول کیږي نو هغه وکیل د قانون یوکتاب د قاضي مخې ته کیښود او ویې ویل :چې عزت مابه !چې کله داسې حالت پیدا شي نو بیا ملزم د شک په فایده کې خوشې کیږي، مثال د ستاسو په وړاندې د قانون ددې کتاب په یو سلو دیرشم مخ کې موجود دی.
قاضي چې کتاب خلاص کړ نو په هغې پاڼه کې یې ورته پنځه زره افغانۍ ایښې وي ، قاضي په ډير اطمینان سره سرپورته کړ او ويې ویل :چې داسې پنځه مثالونه دې نور هم پیش کړی شئ.