ستا خـــو انــــځــــور زما په سترګــو کې دى

لکــــه يو نور زما پـــــه ستــــــرګو کــې دى

 

يــو څــــه ستــــا حسن پسخــــونې کــــــوي

يو څــه قصــــــور، زما په سترګـو کـــې دى

 

ګــرانـــې ! ستا مخ ته مې نن ډيـــر کتــــلي

ځکـــه سُـــــــرور،زما په سترګــو کــــې دى

 

جانـــانه ستـــا نــــه شکايـــــت تر اوســــه

لکــــه رنځــــور، زمــــا په سترګو کې دى

 

زړه مې زخمې دى، دا چې نــــه ژاړمــــه

دا خو غرور، زما په سترګــــــــو کـې دى

 

دانـــــشه ! هر ښکـــــــلى ددغـــــــــه کلي

شتــــه دې، ضرور زما په سترګو کې دى