پخــــــــــــوا به په بلۍ سره راښکاره شوه لوپټـــــه

خـــو اوس نه بلۍ شته ، نه چاسره شته لوپټـــــــــه

 

په کـــلي کې يوه نيمه نجلۍ، ټکـــــرى په سر کړي

خو ښار کې جـــنازه شويده ، مړه شوه لوپټـــــــــه

 

د ډيرو په مزار باندې وخـــت بلې کړې ډيـــــــــوې

په ډيرو مقبــــرو باندې خوره شـــــوه لوپټـــــــــــه

 

د بم له يوه درز سره شور جوړ شو په ګودر کــې

منګى ټــوټې ټــوټې شو او لمبه شوه لوپټـــــــــــــه

 

اخر هم نادر ستا په غيږ کې ساه ورکړه اومړ شو

په وينو د دانش باندې دې ســـــره شوه لوپټــــــــه