شهـــــر ت دې په ښايست کې ، دلتـــــــــــه ښه وتـلى دى

د چــــا درپـــسې ستـــــــرګـې ، د چـــــــــا زړه وتلى دى

 

اى يـــــو نظــــر خو وګــوره والله ستــا د نـــظــــر دى

دا غــــــشى چې زما له زړه تيــــره وتـــــــــــــلـى دى

 

چـې ســــــــــتا حسن يې وليدو، واعـــظ زمــونږ د کلـي

مـــــوده وشوه ،لـه لمــــــــونځ او اوداســه وتـــــلـى دى

 

لـــــه کـار خو هر سړى وځــي، د ميـــنــــې له سببـــه

دانــــــــش پکـې بـــيخـې له ژونــــــدانـــــه وتــلـــى دى