څــــــه لــه پــــــــخــوا نه تا شينـــــدلي ،څـه دستي شينـــــــدلــي
پـــــه هـــــــره لاره دې د ژونـــــد ، راتــه اغــــزي شيــنــدلــي
دلــتــــه دې غــــرونـــو ته ، مونږ تل د وينــــــورنګ ورکــړى
کــله نــا کلــــــه کــــه ګــلــــونـــــه پــــــسرلي شيــــنــــــدلي
ستــــا په ښکلا به ، د بد رنګو نظــــــــــــر نه پــــــــريـــوځي
پـــــه هر قـــدم مـې درتـــــه ، يــــاره سپيــــلني شيـــنــــــدلي
ښــکاري چــې بيا کوم يـــو وحشي، په کلي بـــريـــد کړى دى
چـــيـــرته ريښې ريښې څادر، چيرته بـــــنګـــړي شيــــنــدلي
اوس خــــومونږ دلـــته ، خــپل ســــرونه هــم قــلم قلم کـــــړه
که خــــو پخــــــوا پــــکې ، ګــپــړئ د پـــرنګي شـــيــــــندلي
ناتـــــر سه يـــــاره قـــــدمـــــونه ، لــــــږ په پام اخــــلــــــه
دانـــــــــش ټـــــوټـــې درته ،په لاره د زړګــــــي شينــــــدلي