نـــه خو ماشــــوم یـــم ، او نه عقل دومره خـــام دی زمـا

هــرې وړې وړې خـــبرې ، تـــه دې پــــام دی زمـــــــا

 

تـــه په غلطـــه یې ، ستــــا هــــریـــوه ادعا نــاحـقـــــه

زه چــې منـــم درسره ، خـــدای کړی نــاکـــام دی زمــا

 

ښکـلو نـه کرکه لرم ، خـــدای شته چې ډير بد خلک دي

تــه خــفه نه شې ســـتا ښکــلا ته احتـــــرام دی زمــــا

 

ګوندې چې هیر دې کړم ، په دې نیت میخـــانې ته لاړم

اوس هم خمار یمه ، اوس هم په لاس کې جام دی زمـــا

 

نه دې خــــوله راکړه ، او نـــه کله راته غــاړه وتــــې

په تا خـــو برناحقـــه ، خـــدای شته نوم بد نام دی زمــا

 

ژونـــده !دا ته به هـــــم په ماباندې حساب یې یـــو ورځ

چې نه مـــعلوم درکې سهـــــار او نه ماښــــــام دی زما

 

مغروره نه شې ، چې بس یو په تا مې زړه خـــوږ شوی

دغـــه عــادت په ټــولــو ښکلو باندې ، عـــام دی زمـــا

 

هغـــه چې زه یې خپل تر څــنګه هم زغملی نه شــــوم

دانــــشه اوس په هم هغــــې زړه کې مقـــام دی زمــــا