دا څنګه کیدلای شي؟
هم ځان او هم د ځان نیکه ؟؟!
هم ځوی ، هم ماما ؟!
هم پلار ، هم زوم ؟!
هم ځوی ، هم خسر ؟!
هم ماندینه ، هم انا ؟!
یوه اروپایي ټوکې لیکوونکي دا خبره داسې حل کړیده چې وایي :
ما یوه کونډه ښځه وکړه ، چې دې کونډې یوه ښکلې لور درلودله ، زما پلار د کونډې په لور مین شواو هغه یې په نکاح کړه چې په دې تر تیب نو زما پلار زما زوم او زه د خپل پلار خسر شوم.
زما ځوی پیدا شو چې هم زما ځوی ؤ او هم مې ماما ،ځکه چې خور یې زما د پلار میرمن وه ،دا چې زما ښځه زما د پلار د ښځې موروه ، نو زما ښځه هم زما میرمن شوه ، او هم زما انا شوه او څنګه چې د انا میړه نیکه کیږي نو زه هم د خپل ځان نیکه شوم!
03.03.2011
- محمد نادر دانش
په هوا کې د الوتلو او خارجي فضا ته د تللو فکر له ډیرو پخوا زمانو څخه د بشر په دماغ کې ځای نیولی ؤ، له میلا د دمخه پیړیو څخه چې کیکاؤس خپل بالون د څلورو وږیو عقابونو پر وزرونو وتاړه او د بالون پورته یې غوښي وځړولي عقابونو د غوښو په تمه پورته هڅه کوله او بالون به یې فضا ته خیژاوه.
په فضا کې د الوتنې په موخه انسانانو ډيرې تجربې کړي،او په دې لاره کې یې په سوونو قربانۍ ورکړي دي...
03.03.2011
- محمد نادر دانش
څــــــه لــه پــــــــخــوا نه تا شينـــــدلي ،څـه دستي شينـــــــدلــي
پـــــه هـــــــره لاره دې د ژونـــــد ، راتــه اغــــزي شيــنــدلــي
دلــتــــه دې غــــرونـــو ته ، مونږ تل د وينــــــورنګ ورکــړى
کــله نــا ...