په هوا کې د الوتلو او خارجي فضا ته د تللو فکر له ډیرو پخوا زمانو څخه د بشر په دماغ کې ځای نیولی ؤ، له میلا د دمخه پیړیو څخه چې کیکاؤس خپل بالون د څلورو وږیو عقابونو پر وزرونو وتاړه او د بالون پورته یې غوښي وځړولي عقابونو د غوښو په تمه پورته هڅه کوله او بالون به یې فضا ته خیژاوه.
په فضا کې د الوتنې په موخه انسانانو ډيرې تجربې کړي،او په دې لاره کې یې په سوونو قربانۍ ورکړي دي ، چې په هغه قربانیانوکې څه دپاسه زر کاله پخوا افغانستان هم بې برخي نه دی پاتې شوی د بیلګې په توګه د ۳۹۳ لیږدیز لمریز او ۱۰۰۳ م کال پیښه د یادولو وړ ده چې په خراسان کې اسماعیل ابو نصر جوهري ځانته د لرګو وزر جوړ کړ، بام ته وخوت او خلکو ته یې غږ کړ(( ما بې سابقې څه جوړ کړي او زه اوس دستي الوزم )) د نیشاپور خلکو ورته کتل ، د د لرګو له وزر سره ځان د بامه را اړتاو کړ خو اختراع یې ناکامه او دې د الوتلو د فکر قرباني شو.