دا یوه  لنډه کیسه ده چې د یو ویښ ملت یو حساس هلک لیکلې ده او له اروپایې ژبو څخه ژباړل شوي ده ، کیسه دا ښکاره کوي چې ویښ ملتونه د خپلې ژبې سره څنګه مینه لري. دا کیسه ډير کلونه پخوا د کندهار د طلوع افغان په ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده .

د پسرلي د ښه موسم یو ښکلی سهار ؤ،د ګهیځ نری شما ل چلیده ، ددې ښکلي سهار په ننداره بوخت وم چې د ښوونځي وخت راڅخه تیر شو.زما خپل سبق ښه نه ؤ زده ، په لاره تلم او دا مې ویل : چې ښاغلی ښوونکی خو ضرور زما څخه سبق پوښتي او هر و مروبه راڅخه خواشینی شي .یو وار مې زړه و غوښتل چې بیخي ښوونځی ته ولاړ نه شم، خورا ښه ورځ ؤ هري خواته ګلان غوړیدلي وو،د چوغکو او چینچڼو شوروو ، سرتیرو خپل تعلیم کاوه ، کله کله د باجې غږ هم اوریدل کیده ، خو سره له دې ټولو نندارو زه  له ښوونځی پاتې نه شوم..........
زما پښې د ښوونځی خواته رهي وې نه پوهیدم چې ولې ؟

پر سړک یې یوه تخته ځړولې وه ، شاوخوا ډیر خلک پر راټول وو، نو ما د ځان سره وویل چې ضرور خو دلته یوه نوې خبره شته.ما غوښتل چې ددې ډلې لوري ته ولاړ شم او وګورم چې څه پیښه ده ؟ مګر یو سړي راته وویل اوس ښوونځي ته ځئ ؟ دا وخت د تګ دی ؟په دې خبره ډير شرمنده شوم، ژر ښوونځي ته ولاړم.په ښوونځي کې خو تر سبق د مخه د هلکانو ډير زوږ وي ، مګر نن خو هیڅ نشته ټول هلکان پټه خوله دي ، چوپه چوپتیا ده ،هلکان ټول په کوټو کې ناست وو، ښاغلی   ښوونکی هم دننه ؤ، زه هم ټولګي ته ورغلم ښاغلي ښوونکي خورا په    شفقت راته وویل:راځه راځه کینه مونږ بې له تا سبق پیل کاوه ......

زه ژېر په خپل ځای کیناستم شاوخوا مې وکتل ګورم چې زمونږ د کلي مشران هم دلته ناست دي. زه حیران شوم نه پوهیدم چې څه پیښه ده په دې وخت کې زمونږ ښوونکی چې په چوکۍ ناست ؤ راته وویل :هلکان نن تاسو ته وروستی لوست درکووم،د پردي دښمن له خوا حکم راغلی دی چې تر دې وروسته به په دې ښوونځی کې زمونږ په ملي ژبه لوست نه وي او په پردی ژبه به لوست کیږي نو ځکه نن دغه ستاسي د ملی ژبې وروستی لوست دی سبا بل ښوونکی درته راځی نو ګرانو هلکانو د نن سبق په غور واورئ!

 ماچې د ښوونکي دا وینا واوریدله سړې خولې راباندې راغلې ، وریږدیدم اوس نو د هغې تختې خبره ښه راته ښکاره شوه چې څه پرې لیکلي وو؟

نن زما د خپلې ملي ژبې وروستی لوست دی ، خو افسوس تر اوسه ما لا لیک ښه نه دی زده کړی.

اوف –خدایه !ما خپل وخت څنګه ضایع کړ، کاشکې ما خپل سبقونه زده کولای! زه د فکر په سیند کې ډوب شوم،هغه درسونه چې پرون ما نه زده کول نن مې ډير ارمان شو.......

پټه خوله ووم له ډيره غمه مې زړه ریږدیده.

ښوونکي وویل افسوس چې تاسو یو غیور ملت یاست مګر خپله ملي ژبه به درڅخه پاتې وي!...

هلکانو داخبره په ښي غوږ واورئ چې زمونږ ملي ژبه تر ټولو ښه ژبه ده ،داسې خوږه داسې ښکلي ژبه په دنیانشته تاسونن محکوم یاست مګر خپله ملي ژبه هیره نه کړئ او ددې له ساتنې څخ هلاس وانخلئ!

په دې ډول ښوونکي کتاب خلاص کړ او په ویلو یې پیل وکړ،مونږ ټول په فکر کې ډوب وو ، او دخپلې خوږی ملي ژبې لوست مو اوریده... د لوست وخت تیر شو د لیک وخت راغی،مونږ ډير کاغذونه د خپلې خوږی ملي ژبې په لیکنه تور کړل، ټولو ددغې جملې مشق کاوه:

زمونږ ګران وطن زمونږ خوږه ملي ژبه
په ټولګي کې خورا سړه سناوه، د مچ بوڼ هم نه ؤ،د ټولو یوه شونډه لاندې بله پورته وچه وه، پټه خوله وو....

هو کله کله پر کاغذ د قلم کښهار اوریدل کیده ، په کړکۍ کې یوه کونتره ناسته وه ، ورو ورو یې غومبر کاوه، ماچرت واهه، له ځان سره مې ویل چې :ښايې سر له      سبا به دا خوارکۍ کونتره هم په پردۍ ژبه غومبر کوي، اوف ! څومره بې وزلې ده .

ښوونکی صاحب هم په چرت کې ډوب ؤ،له ډیرې خواشینۍ څخه یې کله کله سترګو اوښکې کولې .لویانو خلکو هم نن په خورا خوښۍ سبق وایه ځکه چې دوي پوهیږي چې نن د دوی د ملي ژبې وروستی لوست دی ...!

په دې وخت کې ساعت دولس بجې ووهلې ،د دښمن د عسکر د تروم غږ اوریدل کیده ، د ښوونکی صاحب مخ ژیړ شو،بدن یې ریږدیده ، په ډير زحمت ولاړ شو ویې ویل : ګرانو هلکانو ! زه ... زه ... زه ...

دده ستونی ډک ډک کیده له خولې څخه یې خبره نه وتله ، نو د تختې خواته رهي شو، په ریږدیدلی لاس یې په پنډ خط داجمله  ولیکله :

زمونږ ملت دې ژوندی وي !!!

بیایې نوم ونږ ته په لاس اشاره وکړه ویې ویل : (( هلکانو ولاړ شئ ټول خپلو کورنو ته ښوونځی وتړل شو ))

مونږ چې د باندې را وتلو د ټولو تر سترګو اوښکې جاري وې ، آه ځار تر خپل وطن !

قربان تر خپلې ملي ژبې !!!