د امریکا د سره صلیب بنسټګره
کلارا بارتون چا چې خپل ټول عمر د نورو وګړو خدمت لپاره وقف کړی ؤ، هغې ځان کړاوو، خو نوریې سوکاله غوښتل ، له بده مرغه تاریخ له دا ډول ښځو ډيره کمه یادونه کوي
بارتون د امریکا د متحده ایالاتو ماساچوست ایالت د اکسفورد په ښارکې سترګې غړولي ،نوموړې د اتلسو کالو زده کړو او پنځو کالو دفتري کارونو وروسته د امریکا د خپل منځې جګړو له امله دنده پریښوده، او ټپې سرتیرو ته د بیړنیو مرستو لاسته راوړلو لپاره یې یوه نوی دنده پیل کړه .
کله چې جنګ پای ته ورسید, نو د وژل شوو اولا درکه کسانو د نومونو یو فهرست یې جوړکړ، بارتون د دولس زره قر باني شوو سرتیرو نومونه د آندرسن ویل په ملي هدیره کې په یوه ډبره ولیکل.
په ۱۸۷۰ م کا ل کې چې د پروس او فرانسې تر مینځ جګړه پیل شوه ، نو بارتون د جنګ له پیل سره سم خپل هیواد پریښوده ، د نظامي روغتونونو د جوړولو او د سرتیرو سره د مرستې لپاره د جګړې دواړو لورو ته لاړه او په دې لاره کې خپله مرسته د جګړې له دواړو لورو ونه سپموله ، د همدغو هڅو او مرستو له کبله ورته د المان امپراطور اوسپنیز صلیبې نښان ورکړ. کله چې په ۱۸۷۳م کال بیرته امریکا ته ستنه شوه نو د نړیوال سره صلیب او د ژنیوا د تړون سره د امریکا د یوځای والي لپاره یې مبارزه پیل کړه .د ژنیوا تړون په ۱۸۶۴ کال کې په ژنیوا کې لاسلیک شوی ؤ او متحدین یې په دې ژمن ول چې د ټپې سرتیرو سره انسانې چلند وکړي، په نتیجه کې کلارا بارتون د ۱۸۸۱ م کال په ژمي کې په دې بریالې شوه او د نوموړې د امریکا د سره صلیب لومړنۍ ریسه وټاکل شوه ،او د ۱۹۰۲ م کال تر پایه په همدې دنده بوخته وه .
نوموړې د سره صلیب په ډیرو نړیوالو کنفرانسونو کې د امریکا استازې توب کاوه ، او په کلکه به یې د هغه څه نه چې دا پرې باوري وه دفاع کوله .په خپلو لیکنو یې د امریکا د خیریه ادارو په سمون لاس پورې کړ،او هغه یې د نورو نړیوالو خیریه موسیساتو سره چې د جنګ ځپلو سره یې مرستې کولې هم غږي کړل.په ۱۸۸۷ م کال کې چې زیړې تبې فلوریدا په مخه کړه ، نو د سره صلیب د مشرې په توګه هلته لاړه . په ۱۸۸۹ م کال چې سیلاب د جاونزتون ښار لاندې کړنو نو د ښار د اوسیدونکو مرستې ته بارتون ورسیده .په ۱۸۹۶ م کال کې چې ډلیزه وژنه په ارامنه کې وشوه نو د قربانیانو د مرستې لپاره يې ځان ورساوه،همدارنګه د ۱۸۹۱ م کال د روسیي تنګلاسو سره مرسته ، د کیوبا د ټپیانو مرسته په کال ۱۸۹۷ د ګلادستون د طوفان ځپلو مرسته په کال ۱۹۰۰ همدې سر ښندونکې ښځې کړیوه .که څه هم هیڅ و خت به وزګاره نه وه او د لیکلو لپاره یې وخت نه درلود خو بیا یې هم څو کتاب
بونه ولیکل او له دې لارې هم نوم وګاټه ، ۱- د سره صلیب رسمي تاریخ ۲ – سور صلیب په سوله او جګړه کې ۳- د سره صلیب تاریخچه د نوموړې د اثارو څخه دي . باراتون د ۹۱ کالو په عمر د اپریل په دولسمه په ۱۹۱۲ م کال د ګلن اکو په ښار او د ماری لند په ایالت کې له دنیا سترګې پټې کړې چې له مرګ سره یې نړیوالو یوه سرښندونکې او انسان خوښوونکې ښځه له لاسه ورکړ.