شک او پــه شبــــهاتــوکې دا نــه راځــــي
شتــــه پـــه امــکانــاتو کې دا نه راځـــي
مــیــــنه ده مــادیاتو کــې دا نـــه راځي
بس مــــشاهـــــداتــــــو کې دا نه راځي
تــــه او زړه خـــــوږی له عقله لرې ده
ستا په خصــوصیـــاتو کې دا نه راځــي
دا چـــې ستا بــــیلتون به مې نور ووژني
هـــیــڅ دې په خــیالاتــو کې دا نه راځي
هــر ځــل د لـــوظـــونو ماتــول ګرانې!
ښه مـــناسبـــاتو کې دا نــه راځــــــــي
مـــاتـــه دې پــــيروی انـــنګي ښکاري
ګـــرچې لبــــنیاتو کې دا نـــــه راځـي
ډيــــره مې دانــــشــه! دلاسا کړه خـــو
مــړه دې شي جــذباتــو کـې دا نه راځي
02.03.2011
- محمد نادر دانش
د حق اصطلاحي تعريف : په اصطلاح کې حق د هغه مادي او معنوي صلاحيت څخه عبارت دى چې د ټولنې وګړي (افراد) يې د ټولنيزو قراردادونو او يا د قوانينو د وضع کيدو له لاري لاسته راوړي .
او يا: حق د يو ډول قدرت او امتياز څخه عبارت دى چې يو شخص يې د قانون په موجب په بل شخص لري،...
03.03.2011
- محمد نادر دانش
د امریکا د سره صلیب بنسټګره
کلارا بارتون چا چې خپل ټول عمر د نورو وګړو خدمت لپاره وقف کړی ؤ، هغې ځان کړاوو، خو نوریې سوکاله غوښتل ، له بده مرغه تاریخ له دا ډول ښځو ډيره کمه یادونه کوي
بارتون د امریکا د متحده ایالاتو ماساچوست ایالت د اکسفورد په ښارکې سترګې غړولي ،نوموړې د اتلسو ک...