د حق اصطلاحي تعريف :  په اصطلاح کې حق د هغه مادي او معنوي صلاحيت څخه عبارت دى چې د ټولنې وګړي (افراد) يې د ټولنيزو قراردادونو او يا د قوانينو د وضع کيدو له لاري لاسته راوړي .

او يا: حق د يو ډول قدرت او امتياز څخه عبارت دى چې يو شخص يې د قانون په موجب په بل شخص لري،ياېې په مال او ياهم په دواړوعام له دې چې مادي وي اويامعنوي .

الف :    ديو شخص قدرت په بل شخص لکه : دقصاص حق،د حضانت حق او........

ب  :     د يوشخص قدرت او امتياز په مال : لکه د کور د خاوند قدرت په خپل ملک

ج  :      د يو شخص قدرت او امتياز په دواړو (شخص او مال) لکه : د داين قدرت په مديون او په دين .