د غـــــــربــت لمـــــــــبـــو سیزلي ، دي داخــلک

دمــه نـــه شول، ستــړي، ســــتړي، دي دا خــلک

 

په یـــــــوه ځمکه هــم ، ځـــای ددوې ونـــــــشو

هــــــــرې خـــواته ، ځغـلیــــــدلي دي داخــلـک

 

اوس خـــــــو دلــــته د هرچا قـــیمت مالـوم دی

چا پـــیـــــــــرلي، چا پــلورلـــي، دي دا خـــلـک

 

چــــې په کومـه ځمکه، اور دی دوي بـل کــړی

د هــمـــدغې کـــورو کــــلي دی داخــــــــلــــک

 

تـــر کــــــــــالـــــه یې د لیوانـــــو ډلې راغـــلې

بـــیا هـــــم شور نـــه کـــوي غــلي دي داخـــلک

 

څــه ددې  وطن بــــچــــي شول خـــــــپله رَوي

څــــــه لــــه بـــل ځــایــه راغـــلي دي داخــلک

 

د هــــرچــــــــا له ستـــرګو پریــوتل دانــــــشه!

لکــــــه اوښکې څڅــــــیـــــــــدلي دي داخــــلک