ستا خـــو انځــــور زما په ســــترګــو کې دى

لکــــه يو نور زما پـــــه ستــــــرګو کــې دى

 

يــو څــــه ستــــا حسن پسخــــونې کــــــوي

يـــو څــه قصــــــور زما په سترګو کـــې دى

 

ګــرانـــــې ! ستا مخ ته مې نن ډيـــر کتــــلي

ځکـــه سُـــــــرورزما په سترګــو کــــې دى

 

جانـــانه ستـــا نــــه شکايـــــت تر اوســــه

لــکــــه رنځــــور زمــــا په سترګو کې دى

 

زړه مــې زخمې دى دا چــې نــــه ژاړمــــه

دا خــــو غرور زما په سترګــــــــو کـې دى

 

دانـــــشه ! هر ښکـــــــلى ددغـــــــــه کلي

شتــــه دې ضـــرور زما په سترګو کې دى