سعد الله جان برق

قطعات

پرهيز

په يو خېرات کښې د ملا پرهيز وو
خو چې ئې وليدلې غوړې زيړې
وئيل چې دا پرهيز شکن چرګان دى
نو پرهيزونه واخله دړې وړې

د ګيدړو اختر

جاګيردارانو فيرنګيان وشړل
دا ئې دپاره د خپل ځان وشړل
په سپو په مرګ وى د ګيدړو اختر
ګيدړو ځکه خو سګان وشړل

حرام

يو ملا نه مې تپوس وکړو استاذه
تا په ژوند کښې دى حرام چرته راښکلى
وئيل ئې هو په هغه ورځ سيلۍ طوفان وو

مجبورۍ نه مې خپل کور کښې وه خوړلى

تسلى

شيطان ئې روان کړے هتکړو کښې وو خبيث
په مياشت کښې دَ رمضان ئې ترېنه تاؤ کړۀ زنځيرونه
بې شانه ډېر خفه وو روستو روستو ئې کتل

حاجيانو خوزول دَ تسلۍ ورته لاسونه

ته پينځلسم

يو غل يو سل روپۍ ملا له ورکړې
وئيلې جمات کښې زيات و کم ونه کړې
ملا وې څوارلس پکښې نور هم شته دے
ته پينځلسم شه چې هېڅ غم ونه کړې