غزل

اسير منګل

تا چې کمڅۍ کمڅۍ اوربل کړے دے
وړې سکروټې! اور دې بل کړے دے

اوس دې تعبير پسې ګرځېږى خلق
بېګا مې خوب ستا په څنګل کړے دے

زۀ مخکښې ځم زۀ بېرته نۀ راګرځم
ما تل په خدائى باندې توکل کړے دے

دا څنګه تنده ده چې نۀ ماتېږى
دا مې په کومه دشته زغل کړے دے

زۀ ستا د زلفو پېچ و خم پېژنم
ما تورو غرونو کښې مزل کړے دے

ما وې سپوږمۍ به وينم نمر وختو
بېګا د بخت ستورى هم چل کړے دے

چې خوشبوئى ئې ده اسيره زړۀ کښې
د ګل ګزار چا په منګل کړے دے

((د اېشمه کتاب څخه))