روټۍ
سردار جمال
کمال چې نن د لوې لاهور په لوې ښار کښې روان وۀ اؤ د ښار په رنګينو ئې نظر يخولو کله به ئې اوچتو اوچتو ښائسته بلډنګونو ته پام شو او کله به ئې ښائسته ښائسته پارکونو ته. دغه وخت دغه ښکلاګانو ددۀ د نظر وړاندې ګډاګانې کولې او بيا دغه ګډاګانې ددۀ د زړۀ دنيا ته ښکته لاړې او ددۀ زړۀ ئې وتښنوۀ. ددۀ جمالياتى ذوق ئې راوپاروۀ او بيا دغه جمالياتى ذوق ددۀ زړۀ لۀ ګوتې ونيوۀ او د سترګو د نظر په رېبارۍ کښې ئې هغه سوداګانې کولې چې کومې دوى غوښتې. کله ښائسته مخونه، کله د مکېز نه ډک قدمونه، کله سپرلئيز بدنونه ددۀ د سترګو په پرده لکه د تصويرونو تلل راتلل او په زړۀ زړۀ کښې ئې وې چې واقعى ښار ښار وى. کله نه کله چکر وهل پکار وى سړے ډېر څۀ ووينى وګورى.
کمال په ښار کښې ګرځېدۀ او ځان سره ئې عجيبه عجيبه سوچونه کول چې واقعى ښائست او ښکلا د روح ښېرازى ده؛ خو د افسوس خبره دا ده چې مونږه ددې ښائست او ښکلا هيڅ خيال نۀ ساتو اوګوره دا ښائسته بازار مونږه په خپله ګنده کړے دے. د کور او مارکېټ ګند بلا بهر راغورزوو او هډو دا سوچ نۀ کوو چې زما دا حرکت څومره غېر انسانى دے. دا شور زوږ دا ګندګى دا الودګى؛ خو خداې شته چې تباهى ده تباهى. ټرېفک والا ته وګوره څومره غېر ضرورى هارنې، دا بې ځايه اوورټېکونه. دا ځائې په ځائې ډب شوې اوبۀ. دا ښائسته پارکونه او پکښې دا دومره ګند بلا. دا قصور د چا دے؟ زمونږه! او ګيله د حکومت نه کوو.
په دې سوچونو سوچونو کښې کمال بس ته وختو او بل بازار ته لاړو چې هغه بازار به هم ووينم. اخر په نيمه ګېنټه کښې هغې بازار ته ورسېدو؛ خو په دې بازار کښې د هغۀ جمالياتى ذوق د طبقاتى نظام بلا وخوړو
" عجيبه خبره ده چې د کومې لوې بنګلې په ګېټ ګورې، نو څوکيدار به ئې پښتون وى. چرته چې خوار اريان مزدور ګورې، نو هغه به پښتون وى. چرته چې پالشى وينې، نو هغه به پښتون وى. نو ولې مونږ سره زمکه نشته؟ شته دے، نو ولې مونږ سره ځوانان نشته؟ شته دے. ولې ګنې مونږ محنتيان نۀ يو؟ ولې نۀ يوُ. ولې ګنې مونږ سره اوبۀ نشته دے؟ شته دے؛ خو... په لفظ "خو" باندې هغۀ ته خپل چرې چرې اباسين مخې ته شو. هغۀ ته د خپل اباسين وچ کاڼى راياد شول. دۀ ته دغه وخت خپله بې موره بې پلاره پښتونخوا مخې ته شوه. دۀ ته خپله ماضى په حال کښې ورښکاره شوه. د ډېرو سوالونو سره سره په دې ښار کې جوړ واپډا هاؤس هم ددۀ په مخ چکونه ولګول.
هغه په دې سوچونو کښې ډوب وۀ چې مخامخ ئې وکتل، نو د ګند يو لوې ډېرے پروت وۀ. يو ماشوم لګيا دے په ګندګۍ کښې څۀ کاغذونه راټولوى او په يوه بوجۍ کښې ئې اچوى. کمال پښه نيولے شو
" يا خدايه دا جنتى عُمر ماشوم او دا ئې حال! څومره خراب تراب دے د جراثيمو په ډېرى کښې خپل رزق لټوى."
ددۀ نظر په دغه ماشوم ټينګ ولاړ وۀ. يو دوه قدمه ئې د ماشوم په لور اوچت کړل او هم هغه شان د ماشوم په ننداره ولاړ پاتې شو. دغه ماشوم هغه شان لګيا دے ردى کاغذونه، وسپنې او ګوتۍ بېلوى او په خوا کښې ئې جمع کوى. دې ماشوم يو اخبارى کاغذ راوُچت کړو چې په هغې ليکلى وو
" تعليم همارا حق هے"
دۀ دغه کاغذ لکه د نورو کاغذونو په خپل ډېرى وغورزولو. دغه وخت د کمال په مخ د قهر نخښې خورې ورې شوې او په زړۀ کښې ئې ووې
" ښه ده بچے چې په دې ټکى پوې نۀ ئې ګنې د انسانانو په ځنګل کښې به دې دا حق د چا نه غوښتو."
دغه وخت دۀ يو بل اخبارى کاغذ راوچت کړو چې په هغې کښې په يو اشتهار ليکلى وو :
"ګندګى اور بيماريان"
په دې خبره کمال نرى غوندې وخاندل، وې
" شکر وباسه چې په دې هم نۀ پوهېږې ګنې د لوږې نه به مړ وے."
دغه وخت کمال نور هم يو دوه قدمه د ماشوم خوا ته نزدې شو او دۀ د ماشوم په جمع کړو کاغذونو نظر واچولو. په دې کاغذونو کښې يو کاغذ د کاغذونو په سر پروت وۀ چې په هغې ليکلى شوى وو
" غلے کے معاملے مين اب هم خودکفيل هين"
دغه وخت کمال ددې ماشوم په اوږه لاس کېښودو. ماشوم زر پاڅېدو او عقابى سترګې ئې دۀ ته راواړولې او وې وئيل
"ولې کاکا؟"
د "ولې کاکا" په اورېدو د کمال زړۀ يو درز نعرې کړل چې اوهو دا خو هم پښتون دے. دۀ ماشوم ته په سر لاس راښکلو وې ئې
" بچے دا څۀ کوې؟"
ماشوم جواب ورکړو
"کاکا کاغذونه ټولؤم"
کمال ورته ووې:
" په دې څۀ کوې بچے؟"
ماشوم ووې "کاکا خرڅوم ئې"
" په څومره پېسو بچے؟"
دۀ ووې "کله ناکله پنځوس روپۍ هم وشى"
کمال صېب ورته ووې "بچے تاته پته نشته چې دا ګند دے او په ګند کښې لاس وهل نۀ دى پکار سړے بيمارېږى؟"
په دې خبرو ماشوم خُلۀ ورانه کړه وې "څه وکړو کاکا ښه راته پته ده؛ خو د خېټې غم دے، نو روټۍ هم اخستل دى نو".
په دې خبره په کمال سر وګرځېدو.
دغه وخت ددۀ ګيلې يو په دوه شوې چې يا د بابا ادم بچيه! دا خو د غنمو صوبه ده خو ستا دپاره په دې صوبه کښې غنم هم دومره ناوياته دى څومره چې آدم (ع) ته په جنت کښې ناوياته وو.