دهشت ګرد څوک دي؟

لعل زاده ساګر

خوارۀ د مرګ  جالونه دي انسان ته نن سبا
ګل ته ده خطره هم ګلستان ته نن سبا

مات ئې شه قلم ژبه ئې ګونګه شه ملګرو
وائي دهشت ګرد چې مسلمان ته نن سبا

توئي کړلې اغيارو د ملت وينې ناحق
خيال وکړه عرب او دې افغان ته نن سبا

څوک وکړي تپوس د ظالمانو نه د ظلم
وائي "روغَوال" دهشت ګرد ځان ته نن سبا

غواړي ئې واپس څۀ ئې درکړي چې پرون وو
لاس ئې اچولي ستا ګرېوان ته نن سبا

کړي نسل کشي په زهريله وسلو وحشيان
درد ئې رسولے ټول جهان ته نن سبا

حال د مظلومانو به دې وژړوي ډېر
لاړ شئ د عراق ابو زندان ته نن سبا

دوه پېسو لپاره د وطن اولس سودا کړي
نۀ ګوري ساګره څوک ايمان ته نن سبا