ما سره ټکى نشته
اسیر منګل
چې مناسب وى ستا د شان ما سره ټکى نشته
چې ستا لوئى کړمه بيان ما سره ټکى نشته
زۀ ستا په فضل يم ژوندے زۀ نوره هېڅ هم نه يم
ما نه وا نه خلې امتحان ماسره ټکى نشته
ستا د ادراک پړدې سپړدل د هر چا کار خو نۀ دے
حمد ته دې خوښ کړم کوم عنوان ما سره ټکى نشته
دومره غريب چرته زۀ ستا په بادشاهۍ کښې نۀ وم
خاندى نن ما پورې جهان ما سره ټکى نشته
خدايه! چې تاته مې نزدې کړى را ئې وړم له کومې
د ژوند په دشته يم حېران ما سره ټکى نشته
11.01.2011
- رحمت دیوان
سفرنامه
په شګو کې رنګونه (دوېمه برخه)
د رڼاګانو په لور
اسیر منګل
دا کال دوه زره شپږم ؤ. د فرورۍ د مياشتې د اخري هفتې پنځۀ ويشتمه نېټه وه. د پېښور په خواؤشا تورې وريځې راخورې وې. سحر ښۀ باران ورېدلے ؤ لارې کوڅې ئې د چقړو نه ډکې کړې وې. د دې ښار دا يوه لويه ستونزه ده چې اسمان شين وي نو د لوګي اؤ دوړې نه...
11.01.2011
- رحمت دیوان
تذکره
کريم داد بنګښ
اسیر منګل
کريم داد روښانى بنګښ په کال ٢٠- ١٦١٩ء کښې زيږيدلے دے. د روښانيانو د مکتب فکر شاعر دے. شاعرى ئې ټوله د تصوف په رنګ کښې رنګ ده. د خوشحال خان خټک د دور سره ئې تعلق جوړيږى. ديوان ئې پښتو اکيډمۍ کال ١٩٦٤ء کښې چاپ کړے دے. چې د هغه وخت ډائريکټر خيال بخارى ورباندې يوه بشپړ مقدمه ليکلے ده. د ده د ځا...