تذکره
کريم داد بنګښ
اسیر منګل
کريم داد روښانى بنګښ په کال ٢٠- ١٦١٩ء کښې زيږيدلے دے. د روښانيانو د مکتب فکر شاعر دے. شاعرى ئې ټوله د تصوف په رنګ کښې رنګ ده. د خوشحال خان خټک د دور سره ئې تعلق جوړيږى. ديوان ئې پښتو اکيډمۍ کال ١٩٦٤ء کښې چاپ کړے دے. چې د هغه وخت ډائريکټر خيال بخارى ورباندې يوه بشپړ مقدمه ليکلے ده. د ده د ځاى ځائېګى پته نه لګې چې دے د بنګښو کومې علاقې اؤ کومې تپې سره تعلق لرې. ولې ټول وخت ئې په هند کښې تير کړے دے. د اوسيدو ځاى رشيد آباد ښيئ. او په دې حقله داسې وائې.
زما ځائى د قناعت رشيد آباد دے
که هر څو ښارونه ډير دې بې شماره
يو بل شعر ئې دے.
کريم داد ئې وديدن وته مشتاق دے
ټول ياران چې صحبتونه په دکن کا
دکن د هند هغه ځاى دے چې تذکره ئې زمونږ په اولسى ادب خصوصًا ټپه کښې ډير زياته شوې ده. چې پښتانه به په دې ښار کښې ميشته کيدل لکه يو ټپه ده.
په تور دکن د څلې جوړ شه
د قوميت په حقله ئې ګران خيال بخارى يو فارسى شعر داسې راوړے دے.
عشى[1] مِ بنگشى ام جاى اهم
دين و دل باخته درراه توم
|
کريم داد بنګښ دې نه علاوه په خپله شاعرۍ کښې د هند د ګنګا او د شمس آباد ذکر هم کړے دے. دې د بنګښو د پښتو وړومبے شاعر دے. چې شاعرى ئې د روښانيانو د مکتبِ فکر ترجمانې کوى. غزل ئې ښکلے او په زړه پورې ليکلے دے. چې د روښانيانو د نورو شاعرانو نه واضح فرق لري. روانۍ او سادګۍ د ده د غزل ښکلا يو په دوه سيوا کړې ده. بله د خوند خبره دا ده چې دۀ بنګښو خپله مخصوصه لهجه په ځنى ټکو کښې په ځاې ساتلې ده. چې د هغې نه ددۀ د مقاميت اؤ د قوميت پته په آسانه لګيدے شى. راځۍ چې اوس ئې د مثال په توګه يو دوه غزلونه ولؤلو.
روح دې نن ده هوسيږه
په حضور ديدن نازيږه
که آدم ئې دم دغه دے
په بل دم مه غلطيږه
دا بهار دې غنيمت دے
له خزانه وترهيږه
دا ميدان د ګوئى چوګان دے
په اختيار ورودريږه[2]
بيابه دا ميدان نه مومى
که دانا ئې وپوهيږه
دا د سود سودا په لاس دې
ونسياته مه تپيږه
چې پر هسې ميدان راغلې
اوس په بيرته مه ستنيږه
هر قدم په وړاندې اخله
تر منزله اورسيږه
===
دلته نشته په جهان کښې تر دلدار ښه
بيا له ياره سره سيل د ګلزار ښه
هيڅه زړۀ به ئې له دامه نه خلاصيږې
چې رفتار ئې دلفريب وې هم ګفتار ښه
هر صورت چې په مانه آراسته نه وي
د دانا په ليده نقش د ديوار ښه
د زاهد هغه تسبيح چې د ريا وې
د رندانو په نظر ځنې زنار ښه
کُل وينا له خپله وخته سره زيب کړه
وهرکار به څرګنديږې په خپل وار ښه
هميشه د چغد ږغ په ويرانه وى
د بلبل اواز خوښيږې په بهار ښه
چې شيرين اشنا مدام درسره مل وي
نور به څه غواړې تر ياره وفادار ښه
چې له هسې محبوبې په غفلت اوسى
هغه زړۀ د غم په لومه ګرفتار ښه
روغ عالم چې فراغت بې غمه خوب کا
د اشنا په غم ئې روغ زړګے بيمار ښه
محبت وه ملاحت په غولې پرې ميشت
چې ئې نه ليده تر حسن بل د يار ښه
کُل وينا سنجيده وايه کريم داده
چې يادګار به دې بل نه وې تر اشعار ښه
[1] - ديباچه خيال بخارى ص ١٣
[2] - دا ټکے دې د بنګښو مخصوصې لهجې په رڼا کښې اولستے شى
((سويلى رنګونه)) کتاب نه