نظم
مولانا فضل محمود مخفى
(١٨٨٢ء – ١٩٤٧ء)
خاونده تۀ ودانه کړې زمونږ د يووالۍ حجره
يو ځائې پکښې د ځانه کړې د پښتون ډله خوره
يو زړۀ يو ساه يو شانې کړې دې بيل او بيل پښتون لره
کشمير نه تر هرات هُورې، بلوچستان تر دُورې
دا ټول پښتون دے هر چرې، څۀ رنګې پروت ذرې ذرې
د يو وجود په شانې کړې، يا خدايه دا ذره ذره
لويو تپو د پښتنو، په غرۀ په سم پرتو درنو
نمسو د لويو پرګنو، راځئ چې يو شو لېونو
يا لويه خدايه ورانه کړې سپېرۀ بېلتون لره دېره
د پښتنو لويه نيکۀ، خوارۀ نمسى دې يو کړه تۀ
دا داسې تيت دى دوى په څۀ، خبر له يو له بل نه نۀ
يا لويه خدايه ورانه کړې سپېرۀ بېلتون لره دېره
زمونږ د ملک نه دشمنان، يا خدايه! لر کړې دا زمان
په مونږه کړې زمونږه خان، زمونږ د قام زمونږ د ځان
رڼا زمونږ د ځانه کړې، د پښتون توره تيارۀ
پښتو زمونږه چرته ئې، ولې زمونږ نه بېرته ئې
زمونږه زړۀ ځيګر ته ئې، زمونږ د قام وزر تۀ ئې
په مونږه لار اسانه کړې چې مونږ يو شو کُل سره