سفرنامه
په شګو کې رنګونه (دوېمه برخه)
د رڼاګانو په لور
اسیر منګل
دا کال دوه زره شپږم ؤ. د فرورۍ د مياشتې د اخري هفتې پنځۀ ويشتمه نېټه وه. د پېښور په خواؤشا تورې وريځې راخورې وې. سحر ښۀ باران ورېدلے ؤ لارې کوڅې ئې د چقړو نه ډکې کړې وې. د دې ښار دا يوه لويه ستونزه ده چې اسمان شين وي نو د لوګي اؤ دوړې نه ساه راښکل ناشونے کار وي. خو چې کله د الله تعالٰى رحمت نازل شي نو بيا ښار ټول د خټو نه ډک شي. ځنې ځايونو کښې تور تارکولي سړکونه داسې غيب شي لکه چې د غوائي پورتني غاښونه.
پېښور د ګلونو ښار دے، د ګلونو ټاټوبے دے چې څوک دلته راغلے دے هغه ئې مست کړے اؤ په خپل ښائست کښې ئې ورک کړے دے. د بابر اواره ګرد فکر له ئې بند تړلے دے او هغۀ نه ئې د خپل حُسن خراج اخستے دے. د ستر خوشحال ستړے زړۀ ئې دمه کړے دے اؤ د خُلې نه ئې بې اختياره وتلي دي:
چې پکښې خواږۀ ياران دي
پېښور تر هر ديار ښۀ
اؤ بيا د رحمان بابا غوندې خوږژبے شاعر به ئې څنګه ستاينه نۀ کوي چې د هغۀ د شاعرۍ ټول خواږۀ د دې خاورې منت بار دي ځکه خو ئې وئيلي دي:
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمان په شعر تُرکې د باګرام
پېښور اوس هم د ګلونو ښار دے. دُوړه اؤ لُوګے څۀ خبره نۀ ده. يوه ورځ به ئې ښائست بېرته بيا راوګرځي اؤ بيا څوک سپږو دپاره خپله شړۍ نۀ سوزوي. دغه ښار پرون هم په پښتنو ګران ؤ اؤ نن هم ورسره لېونۍ مينه کوي. زۀ ډېر په تېزۍ د دې ښار په لوندو سړکونو په يؤ ټيکسي کښې روان وم. نيمه ګېنټه پس هوائي ډګر ته ورسېدم.
ما اراده کړې وه چې زۀ په شګو کښې رنګونه ووينم. تاسو به حيران يئ چې دا لا څنګه شګې دى چې پکښې به رنګونه هم خوارۀ وي. هو، دا رښتيا دى. دغه خوارۀ وارۀ رنګونه تاسو په دوبۍ کښې کتلے شئ چې نن سبا ئې په نړۍ کښې يؤ داسې اهميت ترلاسه کړے دے چې سيلانيانو نه ئې سينګاپور، سوئيزرلينډ اؤ د کوه قاف غوندې ښائسته او زړۀ راښکونکې نندارې هېرې کړې دى. خو ما وې چې زما دغه سفر دې د رڼاګانو په لور اوشي. چرته چې پښتانۀ په ګڼ شمېر کښې په تيارو کښې ډغرې وهي اؤ د بدحالۍ ژوند تېروي. چې زۀ خپل دغه وروڼه د نزدې نه وګورم اؤ څو لحظې د هغوئ په غمونو اؤ دردونو کښې شريکې کړم.
حاجي قمر الزمان قمر طائزے يؤ داسې دروند اؤ سپېځلے شخصيت دے چې د خپل کار نه زيات په پردي کار کښې دلچسپي اخلي. د ښاغلي قمر طائزي چې څنګه د خبرو انداز جدا دے دغسې ئې شاعري هم منفرده ده. فن او شخصيت ئې دواړه مثالي دي. ما چې ورته کله د زړۀ حال بيان کړو نو ماته ئې يؤ ډېر ارزان بيه اؤ ښۀ ارام ده د يؤ نوي جهاز AIR BLUE انتخاب اوکړو.
پېښور نه تر کراچۍ
او
کراچۍ نه تر دوبۍ
د پېښور انټرنېشنل ائرپورټ لاؤنج نه چې کله زۀ د الوتکې په لور روان شوم نو زما په زړۀ او ذهن زما د ژوند ملګرې راخوره شوه. کله چې زۀ د کور نه راوتم نو غولے د خپلو خپلوانو نه ډک ؤ. ما دې سفر ته دومره اهميت نۀ ورکولو خو هغوئ دې ته چرې هم تيار نۀ وو او چا پکښې لا دا ټپه هم واؤروله:
" تۀ دوبۍ له روان ئې دوبۍ له او بيا خدائى خبر چې........."
او دې سره د زنانه ؤ د سترګو نه د اوښکو فوارې روانې شوې او ماته دا احساس اوشو چې زۀ يوازې سېل دپاره نۀ يم روان ما سره زما په اوږو زما مرګ هم ناست دے.
" په خېر راغلې" هرکله راشه"
او بيا زۀ د يوې پېغلې په دې خوږ اواز د سوچونو د دنيا نه راووتم. زما مخې ته ائرهوسټس ولاړه وه. ما چې بره وکتل په اسمان توره ګوره ورېځ راخوره وه. باران نۀ ؤ خو داسې ښکارېده لکه چې درنګ ساعت له ورېږي. زر زر جهاز ته ننوتم اؤ د يوې تورې سکڼې جينۍ په رهنمايۍ کښې تر خپلې چوکۍ ورسېدم.
ما سره سامان دومره نۀ ؤ. د عالمي پښتو کنونشن د مقالو "پښتو پرون، نن اؤ سبا" لسو کتابونو نه علاوه راسره څۀ لږ ډېر د خوړلو څيزونه هم وو. زما دا خيال ؤ چې څوک رانه خبر نۀ شي ګنې نو خلق به مې په سامانونو هم ستومانه کړي. ځکه چې د هر چا يؤ نه يؤ کس دوبۍ کښې شته. د دې باوجود ځنې ملګري خبر شول خو ما د هغوئ نه ځان په دې بهانه خلاص کړو چې:
"زما وېزه ملاقاتي ده اول به کراچۍ ته ځم او بيا دا هم کېدے شي چې هډو دوبۍ ته لاړ نۀ شم"
خو يؤ د نر بچي راله يؤ سم غټ پنډ راوړو. وئيل ئې دا به زما ورور له ورکړې.
زۀ چې په دې پنډوکي لږ خفه غوندې شوم نو د ټکه ئې راته ووې:
" دا خو تۀ شکر کوه کراچۍ ته روان ئې که چرې نېغ په نېغه دوبۍ ته تلے نو پوره دړۍ د جوارو اوړۀ اؤ څۀ ساګ مې هم درله راوړل .... هائے هائے ..... د لاله مې د خپل پټي ساګ ډېر خوښ دي".
هغۀ يؤ سوړ اسوېلے اوکړو.
ما به څۀ وئيل نۀ مې هغه واپس کولے شو ځکه چې خبره د مړي ژوندي وه اؤ نۀ مې دا دومره پېټے برداشت کولے شو. هغه د چا خبره خداے چې چاته پېښه کړي نو ځان دې ورته مېښه کړي.
د سفر د دعا لوستو نه پس پائيلټ اعلان اوکړو:
وروڼو اؤ خوئيندو! زمونږ الوتکه د ا وچتېدو لپاره بالکل تياره ده. مونږ به د زمکې نه ٣٤ زره فټه په اوچتوالي کښې الوت کوو اؤ څۀ کم دوه ګېنټو کښې به په کراچۍ کوزېږو.
جهاز چې کله د ګلونو ښار وروستو شاته پرېښو نو بره تک زيړ نمر راښکاره شو. لاندې د تورو ورېځو غونډۍ اؤ باندې د نمر زېړې مهينې پلوشې لکه چې چا په تورو غرونو د شړشم ګلونه کرلي وي. تورې سکڼۍ پېغلې يؤ خوا بل خوا اوړېدې راوړېدې. د سورليو خدمت کښې بوختې وې. چاته يخ چاته ئې ګرم مشروبات ورکول. ماته ئې کافي راکړه. سفر ښۀ خوشګوار روان ؤ. دې کښې ما سره ناست يؤ ښکلي زلمي څوک چې ښۀ تعليم يافته ښکارېدو يوې جينۍ ته "چيس چيس" وکړل. په دې ائر هوسټس ډېر بد وګڼل. هغه زلمي ته راغله او ورته ئې ووئيل:
"چيس چيس څۀ ته وائي تۀ ماته د خور نه هم وئيلے شې".
په دې خبره زلمے لږ غلے شو خو هغه پېغله لا دوه ګامه هم نۀ وه تلې چې دۀ بيا ورته "چيس چيس" اوازونه شروع کړل. په دې هغه خواره سمه سره لمبه شوه. زۀ حيران شوم چې دا ځنې خلق څومره بې پرواه وي چې په نۀ خبره نۀ يوازې يؤ زړۀ مات کړي بلکې د خپل قام قبيلې د رسوايۍ باعث هم وګرځي.
لږ ساعت پس زمونږ الوت د رڼاګانو په ښاريه کوز شو. خو دا مال زيړ مازيګر ؤ. ما وې چې دلته زۀ هاغه خواخوږي ووينم چې کوم د خپلې خاورې نه ډېر لرې د خپلې ژبې د روښانه ساتلو تابيا کوي. او د علم و ادب شمع ئې د زړۀ په وينو بله کړې ده. د دې ډلې سرخېل ګران طاهر افريدي ته ما فون اوکړو.
ما د کراچۍ په خوره زمکه قدم کېښو سبا به که خېر وي درځم.
هغۀ ځواب راکړو:
ټيک ده ما ملګري ستا د راتګ نه خبر کړي دي هيله ده چې راشي.
زۀ په ګولډن ټاؤن کښې د خپل ترورزوئ انجينئر عتيق الرحمٰن مېلمه وم. دغه ځائے د کراچۍ د بين الاقوامي هوائي ډګر سره جُخت پروت دے. انجينئر عتيق سره په فلېټ کښې د هغۀ ورارۀ شمس اؤ ملګرے ښاغلے محمد نعيم مېشته وو. ما دوئ سره خبرې اترې کولې چې دې کښې يؤ Clean Shave زلمے راننوتو. ښاغلي عتيق ئې پېژندګلو داسې اوکړه.
دا ښاغلے قيوم شاه خټک دے. د دلن اوسېدونکے دے. دلته د يؤ سېټهـ سره ګاډے چلوي.
دلن ټل سره نزدې د خټکو اخري کلے دے چې اوسېدونکي ئې د خټکو نه زيات بنګښو سره تعلق ساتي اؤ دغه کلے د ضلع کرک په ځائے ضلع هنګو کښې شامل دے. دلن سره خوا کښې د خټکو مشهور کلي ګرګرۍ، ګنډېرے، کاربوغه اؤ ټېرے پراتۀ دي. ګرګرۍ کښې اوس اوس د ګېس يوه لويه ذخيره پيدا شوې ده.
سحر د انجينير عتيق په ملګرتيا کښې زۀ ګلشن اقبال ته ورسېدم. مونږ چې کله د ښاغلي طاهر افريدي کور ته ورغلو نو د هغۀ په بېټک کښې د رڼاګانو د ښار پښتانۀ ليکونکي ښاغلے رياض تسنيم، ښاغلے محب وزير، ښاغلے نور الاسلام سنګر، انجينئر مبارک احمد مبارک او ښاغلي وصال مومند سره ليدۀ کاتۀ اوشول. انجينئر مبارک احمد مبارک ماته د خپلې اردو شاعرۍ تازه مجموعه "دشتِ خيال" راپېرزو کړه.
د غرمې ډوډۍ هم دلته وخوړلے شوه. د ملګرو ترمينځه د پښتو ژبې اؤ ادب د پرمختګ په حقله يؤ ګټور بحث اوشو چې پکښې د کوئټې، کابل، پېښور، کراچۍ اؤ سمندر پورې ملکونو کښې د ادبي هلو ځلو يادونه وشوه. ښاغلي طاهر افريدي، انجينئر مبارک احمد مبارک، ښاغلي رياض تسنيم اؤ ښاغلي محب وزير ته ما د عالمي پښتو ادبي کنونشن ٢٠٠٥ء د مقالو دروند کتاب "پښتو پرون، نن اؤ سبا" هم ډالې کړو. دا کتاب ٤٢١ مخونه لري چې پکښې هغه مقالې اؤ مضمونونه چاپ شوي دي کوم چې په عالمي غونډه کښې اورولے شوي وو.
ښاغلے رياض تسنيم اؤ ښاغلے محب وزير په کراچۍ کښې د پښتو هغه ليکونکي دي چې مونږ ورسره ډېرې هيلې تړلې دي. ښاغلے تسنيم په زړۀ پورې غزل ليکي. اوس اوس ئې "دا کوم رنګ مې کشيد کړے" په نوم کتاب چاپ کړے دے. د پښتو په نوې شاعرۍ کښې دا يوه داسې شعري مجموعه ده چې نېغ په نېغه زړۀ کښې ځائے کوي.
دا بې حسى که لږه نوره زور شوه
نقش به اخر په دېوالۀ شى سړے
د کراچۍ په لويو لويو سړکونو چې زۀ ګرځېدم نو ماته دا احساس اوشو چې د پاکستان په دې غټ ښار کښې نۀ خو د ټريفک مسئله لکه د پېښور دومره ګنجلکه ده اؤ نۀ د ماحول خيرن والے تر خطرناک حده زيات دے. په غټو غټو چوکونو د ګاډو د اسانۍ دپاره هوائي پلونه جوړ دي. ګڼه ډېره نۀ جوړېږي روزګار هم ډېر دے په لکونو پښتانۀ دلته د ژوند ستړې ورځې تېروي ولې د امن و امان ستونزه شته. شوکې، ډاکې اؤ مرګ ژوبله عامه خبره ده. زۀ چې کله په يؤ ټيکسي کښې د مزار قائد په خوا کښې تېرېدم نو مخکښې سړک بند ؤ. انجينئر عتيق راته ووې.
نن د ايم ايم اے يوه احتجاجي غونډه کېږي چې کومه د نبي کريم (ص) خلاف د يؤ توهين اميز کارټون خلاف راغوښتے شوې ده. دغه ازاري کارټون د ډنمارک په يوه ورځپاڼه کښې خپور شوے ؤ.
مونږ دلته د ټيکسي نه کوز شو. ډېره زياته ګڼه ګوڼه وه. څۀ په مشکله مو لار جوړه کړه. دلته خواؤشا کښې د ايم کيو ايم سره تعلق لرونکي په ګڼ شمېر کښې اوسي. خال خال پښتانۀ هم مېشته دي. مونږ دلته د يؤ خپل تپوس اوکړو چې د هندوستاني مهاجرينو سره ئې فرق نۀ کېدو. د هغۀ حال ډېر قابل رحم ؤ. يؤ تنګ غوندې کور چې يوازې دوه وړې وړې کمرې ئې لرلې په دوه زره کرايه اخستے ؤ. چې دے پکښې سره د مور اؤ دوه وروڼو دېره ؤ. اوس اوس د دوئ يوه مېره مور مړه شوې وه چې هم دلته ئې په کراچۍ کښې ښخه کړې وه. يؤ کس پکښې ماته د دې ځائے د قبرستان حال بيان کړو. دلته د مړو ښخول هم څۀ عجيبه دي. د يؤ مړي قبر به تاته په کراچۍ کښې په درې څلور زره روپۍ درکړے شي اؤ بيا قبر څۀ وي بس يوه غټه کنده وي چې تۀ پکښې خپل مړے کوز کړې د يوې نيمې خښتې دېوال به ورپسې جوړ کړے شي اؤ ورپسې به بل مړے راشي. داسې د څلور پنځوو مړو د قبرونو په ځائے کښې لس پينځلس مړي ښخ شي. چې درېمه ورځ په خپل مړي پسې راشې نو د مړو دومره سخا بوئي خور وي چې يؤ ساعت ودرېدل ګران شي. اؤ بيا چې کله د څلوېښتې نه پس د خپل مړي تپوس کوې نو درک به ئې نۀ لګي چې هغه ما چرته ښخ کړے ؤ.
کلفټن په کراچۍ کښې يؤ ښکلے ځائے دے. دلته سېلانيان د هوا خورۍ دپاره په ګڼ شمېر کښې راځي. د سمندر غاړه ډېره زړۀ راښکونکې ننداره وړاندې کوي. کوز مازيګر مونږ پښې ابلي په شګو کښې ګرځېدو. کله نه کله به د اوبو يوه نيمه چپه هم راغله. د سمندر پراخوالي ته چې سړے ځير شي نو خدائے ورته راياد شي چې هغه به څومره لوئي وي چې دومره ستر اؤ خوارۀ وارۀ څيزونه ئې پيدا کړي دي. نظر چې تر کومه پورې کار کولو ټولې اوبۀ اوبۀ ښکارېدې. د شنو اوبو دپاسه د نمر زيړې پلوشې څۀ عجيبه منظر ؤ. خو وخت د چا انتظار کله کوي چې دې کښې د نمر سترګه په غرغره شوه. دا لا بېله زړۀ راښکونکې نظاره وه چې زما نه زيات پکښې زما ملګرو دلچسپي اخسته. نمر اخري سلګۍ د سمندر په چپو کښې ووهلې او مونږ نه رخصت شو. دا وخت يخه يخه هوا لګېده چې ډېر زيات خوند ئې کولو.
ښاغلے علاؤ الدين بنګش يؤ ښۀ زيرک دروند پښتون مشر دے. کله نا کله شاعري هم کوي خو حال چاته نۀ وائي. په پښتو اؤ پښتونولۍ ورک مئين دے. ما په نيفا چورنګي کښې دۀ سره هم ليدۀ کاتۀ وکړل. د پښتو ژبې اؤ ادب د پرمختګ په حقله خبرې اترې وشوې. ما هغوئ ته د عالمي کنونشن د مقالو کتاب هم ډالۍ کړو. خبرو خبرو کښې زما د خدائے بخښلي پلار ذکر هم راغے. زما والد محترم د بنګش صېب د مشرانو سره ډېره ښه ملګرتيا وه.
سبا اوۀ بجې د رڼاګانو نه د رنګونو په لور الوت ؤ. خو هوائي ډګر ته د شپې څلور بجې تلۀ وو. يعنې د ځائے نه درې بجې تګ پکار ؤ. ګولډن ټاؤن کۀ هر څو د ائرپورټ په غېږه کښې پروت دے ولې بيا هم دا وخت هلته تګ اسان نۀ ؤ. د کراچۍ د حالاتو هيڅ پته نۀ لګي. هر وخت هر څۀ پېښېدے شي اؤ بيا درې بجې د شپې پاڅېدل هم څۀ ګپ نۀ ؤ. انجينئر عتيق ووې:
" ښه به دا وي چې مونږ هډو اودۀ نۀ شو هسې نۀ ............"
دا تجويز مونږ ټولو خوښ کړو. ټي وي لګېدلے ؤ. قسماقسم پروګرامونه مو کتل چې دې کښې د شپې پوره درې بجې شوې. بهر چې راووتو خاموشي که نۀ وه ولې ګڼه ګوڼه هم نۀ وه. په يؤ چوک کښې يؤ ټيکسي ولاړ ؤ. مونږ چې نزدې ورغلو هغه خوار هم اودۀ ؤ. خو چار دې ښه وي زر زر ئې سترګې ومښلې اؤ مونږ ئې په يؤ شغ کښې هوائي ډګر ته ورسولو.
د کراچۍ په بين الاقوامي هوائي ډګر ډېره سخته تالاشي شروع وه. داسې ښکارېده لکه چې په الوتکه کښې څوک د طالبانو اؤ يا د القاعده غړے روان وي. ګام په ګام د امنيت کسانو مسافران لټول. د ډېر سخت لټون نه پس ماته د تلو اجازه راکړے شوه. تاسو يقين وکړئ چې زۀ ډېر زيات وېرېدلے وم ځکه چې ماته زما نوم هر ځائے کښې يوه نه يوه مسئله پېښوى. دا نوم ډېر دروند نوم دے لکه د ګرم کچالو د خلقو په تالو پورې نخښلى. څوک ئې يو شان ليکى او څوک بل شان. پاسپورټ کښې که احسام الدين وى نو په شناختى کارډ کښې حسام الدين وى. دا ځل هم دا ستونزه وه. پاسپورټ او وېزه کښې خو ټيک ؤ ولې شناختى کارډ کښې "الف" غېب ؤ. خو چار دې ښه وى چې د چا راته پام نۀ شو ګنې نو دلته خو هسې هم خلق د پيش نه پشم خان جوړوى.
زۀ چې په لاؤنج کښې کښېناستم نو پته ولګېده چې الوت ټيک يوه ګېنټه وروسته دے. خو په اصلي معنو کښې جهاز پوره دوه ساعته د ټاکلي وخت نه وځنډېدو. د وړانديني سفر په شان دغه سفر هم ډېر خوندور اوشو.